د پکتیکا ارګون ولسوالۍ کې یوه درې کلنه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې

اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې ځایي سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یوه کوچنۍ نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې ده.

یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ یوه درې کلنه نجلۍ ارګون ولسوالۍ کې له خپل کوره نادرکه شوې وه، چې نن سهار (شنبه، ۱۹ د لیندۍ) یې د کورنۍ غړو ته جسد په لاس ورغلی دی.

د سرچینې په حواله دغه کوچنۍ نجلۍ د چړو په ګزارونو په ډېر بې رحمانه ډول وژل شوې ده.

د دغې نجلۍ د کورنۍ غړو ویلي، چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري او د طالبانو له امنیتي ادارو غوښتنه کوي، تر څو یې قاتلین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

تر اوسه په دې اړه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته د رامنځته شوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په پکتیکا ولایت کې په مرموز ډول د وژنې څومه پېښه ده، چې د نامعلومو کسانو له لوري ترسره کیږي، خو تر اوسه یې د دغه ولایت د طالبانو امنیتي ادارې په نیولو نه دي بریالۍ شوي.