رینا امیري: د طالبانو تګلارې به د افغانستان له پولو بهر منفي اغیزې ولري

اطلاعات روز: افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو سیاستونه به د افغانستان د پولو د باندې هم منفي اغیزې ولري.

هغې تېره شپه (جمعه، ۱۸ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې طالبان د دې ژمنې بر خلاف چې د تېرې دورې «تېروتنې» به نه تکراروي، بيرته ۱۹۹۰ لسيزې ته ګرزېدلي دي.

اميري په ټويټ کې زیاته کړې، چې دې له د اندونيزيا او پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره هم کتلي دي.

نموړې ویلي، هڅه کوي چې د افغان ښځو او نجونو د مدافع رهبرانو ډله پراخه کړي.

افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو ابتدايي حقونو او ازاديو بې برخې شوې دي.

د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري او نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نشي تللی.

د طالبانو دا محدوديتونه د ښځينه اعتراضونو لامل شوي دي؛ خو طالبان غواړي دا ښځينه اعتراضات وځپي. په وروستيو څو اونيو کې ګڼې اعتراض کوونکې ښځې نيول شوي او يا هم ورکې شوې دي.