انځور: ټولنیزې رسنۍ

هلمند کې د کوکنارو په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه باغونه جوړیږي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، پلان لري چې په نوي کال کې د کوکنارو پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د پستې او خرما باغونه جوړ کړي.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالباري شهاب وايي، چې تازه يې د باغونو جوړولو هڅې پېل کړې دي.

نوموړی زیاتوي، چې  دوی له وزارت سره د کوکنارو د بدیل پر لارو چارو خبرې کړي چې لوی بدیل یې د پستې او خرما باغونه ښودل شوي دي.

د ده په وينا، چې د هلمند ولايت اب او هوا د خرما او پستې د باغونو لپاره مناسبه ده ځکه د یوه جریب پستې باغ څخه لږ تر لږه د ۴۵ لکه افغانیو عاید په لاس راځي چې دا یې یو ښه بدیل کیدلی شي.

ورته مهال هلمند کې کروندګر هم د طالبانو له دغه پريکړې هرکلۍ کوي او زياتوي چې په دې کار سره به په دې ولايت کې د کروندګرو اقتصادي وضعيت کې د پام وړ بدلون راشي.

يو تن کروندګر اکبرجان وايي، چې له هغه وروسته چې په دې ولايت کې د کوکنار کښت بند شوی ډيرو ځمکه لرونکو پر خپلو ځمکو غنم او پنبه کرلي دي.

دغه راز هلمند کې د کرنې د برخې پوهان د طالبانو د حکومت د دغه طرحې هرکلی کوي او زياتوي چې په دې کار سره به د کروندګرو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه بدلون راشي.

د کرنې د برخې پوه انجينر محمدولي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې کروندګرو سره دې د کرنې او محصولاتو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنار کښت، قاچاق او تولید منع کړي، خو له نشه یې موادو سره د مبارزې نړیوال بورډ په افغانستان کې د کوکنارو زیات کښت او تولید ته اندېښنه ښودلې ده.

هلمند د افغانستان يو له هغه ولايتونو څخه کڼل کيږي چې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو سترې کار خوني پکي موجودې دي او د کوکنارو د کرکيلې ستر مرکز همدغه ولايت بلل کيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، چې په افغانستان کرل شوي کوکنار د نړۍ د ټولو کوکنارو ۸۰ سلنه برخه جوړوي.