gettyimages

د غيرت په شور کې، خاموش غږ

شمشاد زلمی

ځوانه نجلۍ وه، کونډه شوه. د خسر په کور کې يوازې يوه خواښې ورته پاتې وه، نور څوک نه و. دويمه نکاح يې بيرته د ګاونډ په کور کې وشوه چې د دوی په کور پسې يې کور نښتی و. نجلۍ له يو عالم غمونو سره له يوه کوره ويرجنه ووتله او بل کور ته له داسې وير سره ننوتله چې دوه واړه ماشومان يې ترې پخوانۍ خواښې وګرزول، هغې ماشومان د خپل زوی ميراث ګڼل. د لومړني مېړه له کوره د پښتنې کونډې وتل هغې کورنۍ ته په ټولنيزه کچه يو پېغور ګڼل کېږي او ويل کېږي چې خپله کونډه ترې ولاړه. دې خواښې هم په همدې انتقام کې نه يوازې له خپلې انږور څخه د هغې اولادونه را وګرزول، بلکې په کومه شيبه چې هغه له کوره ووتله، بيا يې دا اجازه هم نه درلوده چې خپل اولادونه وويني او هغې بيا هيڅکله هم ونه ليدل.

دې نجلۍ د خپل لومړني مېړه مور او خپلې پخوانۍ خواښې ته دوه واړه بچي ور پرېښودل، خواښې يې کوچنی هلک نږدې مدرسې ته ولېږه، هلته د مدرسې چلوونکو (مسوولینو) کوڅې ته ولېږه چې ځيرې (وظیفه) راټولې کړي، دې ماشوم به له سهاره تر ماښامه په خيرنو جامو، وږي نس او ګڼو محروميتونو او ستونزو کې د مدرسې طالبانو ته ځيرې ټولولې. د دې ماشوم عمر به اوس هم زيات نه وي، ښايي نن يې هم حالت د ځيرې ټولوونکي له سطحې نه وي راپورته شوی، البته ښايي اوس يې دومره تغيير کړی وي چې د ګلستان او بوستان کرښې به لوستلای شي. د دې هلک وړه خور له خپلې انا سره وه، مور يې يو ديوال هاخواته د پښتني دود او غيرت په شعار سره د انسانانو له لوري د کور په نوم جوړ شوي زندان کې بنديوانه وه، د خپلې لور کريږې به يې اورېدلای شوای، خو په غېږ کې نيول څه چې ليدلای يې هم نه شوای. ويل کېږي د دې نجلۍ مور به د ور پورې کور دېوال ته راغله، وبه درېدله تر څو د لور ژړا واورېدلای شي. د مور په نشتون کې يې د لور ژړا هم ډېر دوام ونه کړ او په بې شمېره محروميتونو او وېرونو کې دا معصوم غږ هم د تل لپاره چوپ شو، نجلۍ ګونګۍ شوه او د مور يې د هغې د ژړا اورېدل هم په برخه نه شول.

دا مور، د هغې درد، د هغې محروميت او د هغې ټول ژوند لکه څرنګه چې په دې ليکنه کې پر همدې ځای پاتېږي، همداسې په خپله ټولنه کې، د خپلو خپلوانو تر منځ، د خپلې کورنۍ د غړو تر منځ هېره ده، د هغې ټولنې په عاطفه کې دا مړه ده، خو د هغې ټولنې په غيرت کې ژوندۍ ده، اجازه نه لري چې له کوره ووزي، بايد د وتلو پرمهال یې يو نارينه ملتيا وکړي، ځکه ښځه د نارينه د ملکيت په توګه د نارينه ناموس ته احتمالي زيان رسولای شي. غږ بايد ونه کړي ځکه د دې ټولنې روحاني پيشوا وايي چې غږ يې حرام دی، که يې پردي خلک غږ واوري، نو دواړه ګناهګارېږي. د دې لپاره د عدالت ټولې دروازې هم تړلې دي ځکه د ټولنې وجدان او عاطفه د دې په وير، د دې د ماشومانو په محروميت او د دې په مظلوميت نه بيدارېږي، او د حکومت د محکمې په دروازه کې ځکه دې ته د درېدو اجازه نشته چې نارينه ورسره نشته، يا يې هم جامه رنګه ده او هلته د ناستو نارينه وو هوس يې ويښ کړی دی.

د ښځې د مظلوميت داستان په دې ټولنه کې پای نه لري، که يې له يوې خوا بشري حقوق پايمال دي، له بله اړخه يې ژوند له دومره دردونو ډک دی چې انساني عاطفه به يې په سخته د ګاللو توان ولري. د دې نجلۍ، يا هم مور او يا هم ښځې په څېر په دې ټولنه کې په زرګونو داسې ښځې شته چې د ټولنيز قالب په ارزښتونو (؟) کې يې د ژوند ټول خواږه بايللي او ژوند يې يوازې له يوه نه ختمېدونکي وير سره ګوزاره کول دي.

همدې ته ورته پېښه ده، د يوې ښځې مېړه ووژل شو، په ډېرې ځوانۍ کې يې د کونډتوب له غمه ډک ژوند پېل شو او يو ځل بيا د يوه انسان ټولې هيلې، ژوند او خوشالۍ د دې دود په نوم تر پښو لاندې شوې چې کونډه زموږ ده، بل څوک يې نه شي بېولی، نه هم بلې خوا ته تللای شي. له همدې باور سره سم يې يوه ځوانه ښځه يوه شاوخوا څلور کلن ماشوم ته کېنوله، يعني همدا ماشوم به د دې مېړه وي او دا به يې ښځه وي. د ژوند دا همېشنی وېر يوې خوا ته، دلته د دې ژوند يوه بل کړاو ته هم داخل شو او دا د خپل څلور کلن مېړه د مور يا هم د خپلې خواښې رحم ته پاتې شوه. هغې هم د خپل ژوند د ټولو عقدو په سړولو کې بشپړه هڅه وکړه او د يوې شيبې ارام يې هم ورته پرېنښود. يوه ورځ دا ښځه دې ماشوم ته (د دې مېړه) ماشومانه ناز ورکوي او په همدې ماشومانه ناز کې يې ماشوم په عاطفانه احساس مچ کړی دی. خو دا صرف د يوه عاطفي احساس د څرګندونې پېښه نه شوه، بلکې د دې ښځې لپاره د شرم يو ابدي پېغور شو او په کلي کې ډنډوره شوه چې فلانۍ دومره بې شرمه شوې چې اوس د ټولو خلکو په وړاندې خپل مېړه (ماشوم) مچوي. !!!

زه نه پوهېږم چې زموږ په ټولنيز وجدان کې د شرم په څېر احساسات لا هم څرنګه پاتې دي؟ هغه چې پاتې دي، څومره معکوس شوي دي؟ د دوی لپاره شرم او پېغور دا نه دی چې د يوې ښځې د انتخاب حق او نور ټول حقوق تر پښو لاندې شوي، ورسره د يوه ماشوم د راتلونکې په اړه هم د هغه له رضايت پرته پرېکړه شوې ده.

داسې په زرګونو کیسې د وطن په کلو او ښارونو کې غيرتونو پټې کړې دي او همداسې په لسګونو پېښي هره ورځ په دې وطن کې د غيرت په نوم سره کېږي.  په دې وجدان کې د غيرتونو او ناموسونو محور يوازې ښځه ده، نه د حق غوښتنې ازادي لري، نه د ژوند کولو ازادي لري، نه دغږ اوچتولو ازادي لري، نه د تعليم کولو ازادي لري، نه هم له کوره د وتلو ازادي لري او نه هم د دې ازادي لري چې کوم رنګ جامه واغوندي؟ پوښتنه داده چې ولې ټول ښه او نېک کارونه د ښځې په محروميت، پر هغې بنديز او له هغې سره په تبعيض کې راټول دي؟

زموږ ټولنه له شديد اخلاقي بحران سره مخ ده. له خلکو د ګڼو نورو بحرانونو تر منځ د ژوند کولو لار ورکه ده او په دې لړ کې چې کوم کسان د ټولنې رهبري ته را وړاندې شوي، هغوی نه يوازې دا چې د ښځينه قشر ملاتړ نه دی کړی بلکې د هغوی په وړاندې يې د مکتبونو دروازې هم وتړلې، يوازينی هغه ځای چې ښځو پکې د خپلو حقوقو زده کړه کوله او د خپلو حقوقو د اخيستنې لپاره يې د مبارزې الهام ځني اخيست. د ښځو د بشري حقونو مسله زموږ د ټولنيزو ستونزو په سر کې ده او تر څو پورې چې زموږ نيمه ټولنه فلج وي، هيواد فلج دی او په دغسي حالت کې بايد د ميليونونو محرومو، ذهني او جسمي معيوبو ماشومانو په تمه واوسو چې د ټولنې او سيسټم د اوږو بار به وي او ټولنه به هره ورځ د دغو معيوبو د عُقدو انفجار مشاهده کوي.