انځور: د لوګر د کار او امور اجتماعي ریاست

لوګر کې د نږدې یو میلیون ډالرو په لګښت یو روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، په مرکز پل عالم کې یې هغه روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپاره چې په تېر جمهوري نظام کې یې د رغولو چارې پېل شوې وې.

دغه ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس جان محمد طلحه وايي، د مولانا یعقوب په نام په دغه روزنتون نږدې یو میلیون امریکايي ډالره لګښت راغلی چې په پنځه جریبه ځمکه کې جوړ او د یوې غونډې پر ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نموړی زیاتوي، چې یاد روزنتون تدریسي خونه او یوه هم د لیلیې ودانۍ لري چې په اساسي ډول رغول شوې ده.

د نوموړي په وینا چې د دغه روزنتون لپاره په استرالیا کې د «ایسنا» په نوم د مسلمانانو د یوې ټولنې په مالي ملاتړ د ۱۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وسایل هم اخیستل شوي دي.

نوموړي وویل: «دغه روزنتون چې نن ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، ۳۰۰ یتیمانو ته به پکې د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره شي او کار یې درې کاله وړاندې پېل شوی و.»

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په لوګر ولایت کې ګڼې پروژې چې په تېر جمهوري نظام کې یې د رغونې کار پیل شوی و، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په نیمګړي حالت پاتې شوې او خلک یې له اوسني حاکم نظام څخه د بشپړېدو غوښتنه کوي.