د دولسم ټولګيو نجونو عمومي ازموينه؛ «د طالبانو مسخره او په معارف ريشخند»

داسې ښکاري چې له ځان سره په جګړه دي او نشي کولای چې وضعيت تحلیل کړي. يسرا (مستعار) زده کوونکې ده چې درې کاله يې درس نه دی ويلی، خو د تېرې چهارشنبې (۱۶ د لیندۍ) په ورځ يې د دولسم ټولګي ازموينه ورکړې ده.

کله چې ترې د ازموينې په اړه پوښتم، نو بغض ښيي او په شمېرلو خبرو کې راته وايي چې هيله یې وه انجينره شي، خو اوس يې دا هيله ځني اخيستل شوې ده: «په اووم او اتم ټولګي کې مې تازه د ځان لپاره هدف ټاکلی و او ژمنه مې کړې وه چې ماشومتوب به مې پرېږدم او درس به وايم. نهم ټولګی مې هم ولوست، خو تر دې وروسته هيڅ.»

دا د يوې اووه کسيزې کورنۍ غړې ده. درې خویندې او دوه وروڼه دي. يسرا د کورنۍ تر ټولو مشر اولاد دی او د کابل په يوه ګوښه  کې ژوند کوي. پلار يې روزانه کار کوي، وايي چې له سهاره تر ماښامه د کابل له شوره ډکو څلور لارو کې منتظر وي، تر څو خپل بدني ځواک وپلوري او د درانه کار په مقابل کې يو څو روپۍ وګټي. خو ډېری ورځې خالي لاس، شرمنده او غوسه را ستنېږي.

مور يې هم يو وخت خياطي کوله، خو اوس چې ويني درې لوڼې یې چې پخوا زده کوونکې وې او اوس بې کاره ناستې دي، له لوڼو سره په ګډه غالۍ اوبدي.

يسرا وايي، چې د نجونو پر مخ د مکتبونو تر بنديدو وروسته د کور د مشر اولاد په توګه يې توجه د کور اقتصادي حالت ته کړې، ناهيلې شوې او د کتاب له بيا خلاصولو پرته يې د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې: «دوه کاله چې کرونا وه، زه او خویندې مې هيله مندې وو چې بيرته به مکتب ته ځو او له غالۍ اوبدلو سره – سره مو درس وايه، خو کله چې طالبانو اعلان وکړ چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې به مکتب ته نه ځي، نو بيا مو کتاب کېښود مګر درې ورځې وړاندې مو را واخيست.»

دا وايي، چې پوهنتون ته به هغه وخت ولاړه شي چې له مکتبه فارغه شي، خو دې حالت ته په پام ښايي له مکتبه فارغه نشي: «ومې نه شوای کولای چې ۱۷ مضامين په دوه ورځو کې ووايم. حتا ومې نه شوای کولای چې يو کتاب ووايم. له همدې کبله مې هيڅ ځواب ونه شو ليکلای.»

د ماشومانو د خونديتوب سازمان (Save the Children) هم وايي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ځنډېدل د دې لامل شوي چې زده کوونکي د خپلې خوښې بر خلاف په کارګرو ماشومانو بدل شي.

د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو سره د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی. انځور: Save the Children

کرونا

کله چې په نړۍ او افغانستان کې کرونا خپره شوه، نو په افغانستان کې هم له دې کبله مکتبونه وتړل شول چې د کرونا د خپرېدو مخه ونيول شي او پر ځای يې پر ليکه (انلاين) تدريس شروع شو. دا هغه طرحه وه چې د ستونزو له امله حتا د کابل په ښار کې هم عملي نشوه. د دې زيان د جبران په موخه، معارف وزارت په ټول افغانستان کې ښوونځيو ته امر وکړ چې زده کوونکو ته دې د پوښتنې او ځواب طرحې ورکړي او په دې توګه دې هغوی ازموينې ته تيار کړي.

ليلا (مستعار) يوه بله زده کوونکې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ يې د دوولسم ټولګي ازموينه ورکړې ده. ليلا وايي، چې هغه وخت (د کرونا پر مهال) له هر مضمون څخه ۲۷ پوښتنې زده کوونکو ته ورکول شوې وې او هغوی يوازې هماغه پوښتنې مطالعه کړې: «موږ ونه شول کولای چې د کرونا پر وخت درس ووايو. زموږ استادانو پوښتنې له ځوابونو سره يو ځای راته راکړې او موږ يوازې همدا وويل.»

ارتقا

د تېر لمريز کال د اسد په مياشت کې، مکتبونه د کرونا د دويمې څپې د خپرېدو له امله تړلي وو چې ولايتونه او ورپسې کابل د طالبانو له خوا سقوط شول. دې ډلې د سنبلې پر ۲۷ مکتبونه پرانيستل، خو د متوسطې او ليسې کچې نجونو ته يې اجازه ورنه کړه چې مکتبونو ته ولاړې شي.

تر دې وروسته د طالبانو وعده وه چې ژر به د نجونو لپاره مکتبونه پرانيستل شي، خو تعليمي کال پای ته ورسېد او وعده عملي نه شوه.

د کال په پای کې دې ډلې هغه زده کوونکې نجونې چې د جمهوريت پر مهال په دولسم ټولګي کې وې، له ازموينې پرته فارغې کړې او د يوولسم ټولګي نجونو ته يې هم يو کال ارتقا ورکړه.

سره له دې چې نړيوالې ټولنې غوښتنې کولې چې د زده کړې په وړاندې شته محدوديتونه دې ايسته شي، خو د طالبانو له خوا په ۱۴۰۱ لمريز کال کې هم د نجونو د مکتبونو پرانيستلو وعده عملي نه شوه. د طالبانو د دې محدوديتونو له وجې په ميليونونو زده کوونکې له زدکړييز بهيره پاتې شوې او دا ښوونيز کال هم په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو له شتون پرته پای ته ورسېد.

د دولسم ټولګیو عمومي ازموينه

د روانې مياشتې په لومړيو کې طالبانو په غير رسمي توګه اعلان وکړ چې د دولسم ټولګيو له ښځينه زده کوونکو عمومي ازموينه اخلي او تر دې وروسته د هغوی وړتيا ته په پام، هغوی فارغوي.

الناز (مستعار) هم زده کوونکې ده او د خياطۍ په يوه ښوونيز مرکز کې خياطي کوي. دا وايي چې کورنۍ يې دا مجبوره کړې چې د خياطۍ کسب زده کړي، ځکه د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې د بل کار اجازه نه لري: «کورنۍ ويل چې د مکتب لپاره کومه هيله نشته او په همدې سره مې ځان له سرګردانۍ خلاص کړ.»

دا وايي، چې له همدې کبله او ناچارۍ څخه يې کتاب بيا نه دی پرانيستی: «طالبانو تل د ښځو او نجونو په اړه يو څه ويلي دي خو بيا يې عملي کړي نه دي. کله  چې به مې د مکتب په اړه فکر کاوه، نو ناراحته کېدم به. حتا کله چې يې وويل چې ازموينه اخلي او له دې لارې پوهنتون ته د تللو فرصت ورکول کېږي، پر دې خبره مې يې هم باور نه شوای کولای چې دوی به يې عملي کړي. له همدې وجې مې هغه لږ وخت هم بايلود.»

په کابل ښار کې د مکتبونو يو شمېر ښوونکي هم وايي، چې د طالبانو معارف وزارت هغوی ته د سوالونو طرح کولو لپاره ناوخته حال ورکړی دی.

دا ښوونکي وايي، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ هغوی ته حال ورکړل شو چې د دوولسم ټولګيو عمومي ازموينه به د چارشنبې (۱۶ د لیندۍ) په ورځ اخيستل کېږي.

د طالبانو د معارف وزارت يوه چارواکي د دوشنبې په ورځ په يوه ږغيز پيغام کې ټينګار کړی و چې د ښځينه ليسو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو د فراغت لپاره بايد دا زده کوونکې د دولسم ټولګي د ټولو مضامينو ازموينه په يوه ورځ (چهارشنبه) ورکړي.

د دې وزارت له لوري په ترتيب شوي پروګرام کې، زده کوونکو ته ۱۴۰ پوښتنې ورکول کېدلې چې د صحيح و غلط، څلور ځوابه او خانه خالي په ډول يې بايد حل کړي.

له مکتبه د فراغت لپاره د عمومي ازموينې له لارښود سره سم چې د طالبانو معارف وزارت مکتبونو ته لېږلی دی، ښوونکو ته وايي چې دا ازموينه به کامياب، مشروط او ناکام ولري، او مشروط، ناکام او هغه کسان چې په هر دليل يې ونه شوای کولای چې په ازموينه کې ګډون وکړي، له مکتبه د فارغېدلو فرصت له لاسه ورکوي.

دا ازموينه د سهار له نهو تر دوولسو بجو د ۳۱ ولايتونو په مکتبونو کې واخيستل شوه. د طالبانو د معارف وزارت مسوړلين د ازموينې ورکوونکو دقیق شمېر نه ښيي. خو زده کوونکي د نجونو د حضور کچه کمه ښيي.

معياري ازموينه

په داسې حال کې چې يو شمير زده کوونکې د دې عمومي ازموينې په اخيستلو خوښې دي؛ خو يو شمېر خپه دي. دا زده کوونکې وايي چې دوی د دولسم ټولګيو شهادتنامې نه غواړي، بلکې په مکتبونو کې معياري ازموينې غواړي تر څو نجونې په راتلونکې کې د خپلو زده کړو او وړتياوو پر اساس وپېژندل شي.

رخسار (مستعار) له همدې زده کوونکو څخه يوه ده. دا د فن او حرفې په يوه مرکز کې نجونو ته خياطي ورښیي او هيله لري چې د جامو د طرحې په څانګه کې زده کړې وکړي او د موډ او فيشن په نړۍ کې د يوې طراحې په توګه وپېژندل شي. دا وايي: «زما او زما په څېر په زرګونو نجونو لپاره سند مهم نه دی. موږ غواړو درس ووايو او له خپلو زده کړو ګټه واخلو.»

یو شمیر زده کوونکې وايي، چې دوی د دولسم ټولګي شهادتنامې نه غواړي، بلکې په مکتبونو کې معياري ازموينې غواړي.

يو شمېر کورنۍ هم له زده کوونکو د عمومي ازموينې اخيستل د مکتب او زدکړييز سيسټم توهين بولي. رقيه چې لوڼې يې د مکتب په دوولسم، لسم او اووم ټولګيو کې دي، په کابل کې ژوند کوي، دا وايي: «دوی (طالبان) په خپله ځان مسخره کوي. درس يې نه دی ويلی، نو ازموينه څه معنا لري؟»

دا مور وايي، چې طالبان زده کوونکو ته زجر ورکوي او په ټوله کې په زدکړييز سيسټم او معارف مسخرې وهي: «يو نيم کال کېږي چې دا ماشومانې د مکتب او درس په خاطر خپل ځان خوري، خپه او ناراحته دي.»

دا وايي، چې طالبان د زده کوونکو پر زخمونو مالګې پاشي: «که خبره داسې وي چې ټول له درس ويلو پرته ازموينه ورکړي، نو بيا معارف، معلم او … نورو ته اړتيا نشته.»

خليل رؤفي مدني فعال دی او د زدکړييز مديريت په برخه کې يې زده کړې کړې دي، وايي: «ما د ښوونې او روزنې په برخه کې زده کړې کړې دي، نشم کولای د هغې ازموينې لپاره کوم پلان جوړ کړم چې واخيستل شوه. د ليسې دورې لپاره د افغانستان نصاب ډېر پېچلی او تخصصي دی او زده کوونکي نه شي کولای چې له ښوونکي پرته يې ووايي، او هغه هم په داسې حال کې چې زده کوونکي دوه کاله کېږي مکتب ته نه دي تللي.»

د دوولسم ټولګيو عمومي ازموينه له زده کوونکو په داسي حال کې اخيستل شوې ده چې د لسم ټولګي زده کوونکو ته د کرونا د خپرېدو له امله ارتقا ورکړل شوې وه او يوولسم ټولګي هم تېر کال مکتب ته له تګه پرته ارتقا کړې وه، سږ کال دولسم ټولګی هم همداسي دی.

حضرت وهريز د دريچه انلاين مکتب مسوول وايي: « د دولسم ټولګي له ښځينه زده کوونکو ازموينه اخيستل د طالبانو نوې مسرخه ده؛ هغه هم په داسي حال کې چې تېر يو نيم کال د نجونو لپاره رسما هيڅ مکتب نه شته.» ښاغلی وهريز وايي چې له «دريچه مکتب» څخه فارغې شوې زده کوونکې د سې شنبې تر ورځې پورې له ازموينې خبرې نه وې.

حسين نصرت چې ښوونکی دی، پر خپله فيسبوکپاڼه يې ليکلي دي: «د يونيم کال تر اجباري تعطيل وروسته، نجونو د آسا معجزې ازموينه ورکړه. ازموينه شفافه وه، که څه هم نجونو د انتيګرال سمبول نه پېژاند، خو شرعي حجاب يې درلود. طالبانو په ټوپکونو سره د ازموينې نظارت وکړ.»

د بشري حقوقو څار بنسټ او د افغانستان رسنيو د دې ازموينې هرکلی وکړ او دا يې د طالبانو د معارف وزارت نيک ګام وباله. دې بنسټ هيله کړې ده چې په راتلونکې لمريز کال کې به نجونې وکولای شي چې له محدوديت پرته مکتبونو ته ولاړې شي.

دې بنسټ پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي چې ښځينه زده کوونکې د ټولګي ارتقا کوي خو دا د سواد د سطحې لوړېدو مفهوم نه ورکوي. د بشري حقوقو څار بنسټ او د افغانستان رسنيو همدا راز ليکلي دي چې له ازموينې پرته ارتقا، د نجونو په زدکړييز بهير کې لويه خلا را پيدا کوي.

باج اخيستنه

يو شمېر کسان د دې ازموينې اخيستل د نړيوالې ټولنې فشار او د طالبانو له لوري د باج اخيستل ګڼي او وايي چې طالبانو په تېر يونيم کال کې بشري حقوق په ځانګړې توګه د ښځو حقوق نقض کړي دي. د دوی په وينا، طالبانو بشري حقوق يرغمل کړي دي او له دې څخه اوس ابزاري استفاده کوي او د دې ازموينې اخيستل هم د باج اخيستنې لپاره يو ابزار دی.

مدني فعال خليل رؤفي وايي چې طالبانو بشري حقوق په پراخه توګه نقض کړي دي او د ښځو حقوق يې يرغمل کړي دي. له هغو زده کوونکو عمومي ازموينه اخيستل چې په دې وخت کې مکتب ته نه دي تللي، هم د باج اخيستنې او يرغمل نيونې په لړ کې يو اقدام دی. «طالبان له ښځو سره تبعيض کوي، خو د ازموينې په اخيستلو سره غواړي نړۍ ته ووايي چې موږ د ښځو د حقوقو درناوی کوو او له بله اړخه به وايي چې نجونو په خپله ونه شول کولای چې په ازموينه کې ځانونه بريالي کړي، که نه موږ خو ورته فرصت ورکړ.»

د طالبانو يوه وياند بلال کريمي د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي چې د ازموينې د پايلو تر ارزونې وروسته به کاميابو ته د فراغت سند او د راتلونکې لمريز کال په کانکور ازموينه کې د ګډون فرصت ورکړي. د کريمي په وينا، پاتې افراد چې په يو دليل يې ګډون ونه شوای کولای، يا هم مشروط او ناکام شوي دي، هغوی به دا فرصت ونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د طالبانو کورنی او نړيوال مشروعيت په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د دې ډلې په چلند پورې اړه لري.

مبارزې ته بلنه

له دې هر څه سره – سره په کابل کې ښوونکي وايي، چې زده کوونکې نجونې بايد په هدفمنده توګه د خپل راتلونکې لپاره لټه وکړي او پرې نږدي چې راتلونکی يې د سياسي تعاملاتو يرغمل شي.

زهره (مستعار)، يوه ښوونکې ده او په يوه پټ مکتب کې تدريس کوي. دا وايي، چې دا د هر هغه چا مسووليت دی چې د زده کړې او سواد د پراختيا په برخه کې کار کوي او د ښځينه زده کوونکو ملاتړي دي. «د ټولنې پرمختګ د عامو خلکو تر منځ د سواد کچې په پراخېدلو پورې اړه لري. موږ ټول بايد هڅه وکړو چې د محرومو افرادو لپاره د زده کړې زمينې برابرې کړو او زده کوونکې نجونې هم بايد شپه او ورځ خپلې هڅې وکړي.»

افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو سره، د طالبانو له محدودیتونو سره د مبارزې لپاره څو انلاین ښوونځي او زیر زمیني ښوونځي فعال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونيز او کلتوري سازمان (يونيسکو) د راپور پر اساس په افغانستان کې د سواد کچه د ۱۴۰۰ کال پر مهال په سلو کې ۴۳ سلنه زياته شوې وه. خو اوس مهال هم افغانستان د نړۍ له هغو پنځو هيوادونو څخه يو دی چې ډېر زيات نفوس يې بې سواده يا هم کم سواده دی.

د دې راپور موندنې ښيي چې د افغانستان د ټول نفوس ۱۲ ميليونه وګړي چې تر ۱۵ کاله لوړ عمر لري بې سواده دي، په دې کې ۷.۲ ميليونه ښځې او ۴.۸ ميليونه نارينه دي.

ښوونکي وايي، چې که پر زده کړه د طالبانو له محروميتونو سره مبارزه ونه شي، نه يوازې دا چې په افغانستان کې به د بې سوادۍ کچه لوړه شي، بلکې کورنی تاوتريخوالی او د زده کوونکو نجونو تر منځ د کم عمر ودونه هم ورسره زياتېږي چې په دې لړ کې به هم نجونې قرباني ورکوي.

که څه هم په تېر يو نيم کال کې د کم عمره زده کوونکو د ودونو په تړاو مشخص ارقام نشته، خو راپورونه وايي، چې په زرګونو زده کوونکې نجونې د مکتبونو د بنديدو له امله ودونو ته مجبورې شوې دي.

په دې وروستيو  کې پر ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو لاس پر لاس کېږي چې په ويډيو کې نجلۍ وايي چې د دولسم ټولګي د ازموينې ورکولو لپاره يې واده پرېيښی او راغلې ده.

يو بل ښوونکی محمد نجمان زماني وايي: «د يوه ښوونکي په توګه له ټولو نجونو غواړم چې له همدې شيبې په کلکه اراده او انګېزه، له شته امکاناتو استفاده او پر ځان اتکا وکړي او د ۱۴۰۲ لمريز کال کانکور ازموينو ته خپل ځانونه چمتو کړي.»

که څه هم تر اوسه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د راتلونکې کال کانکور ازموينې په اړه څه نه دي ويلي، خو ښوونکي وايي چې د سږ کال کانکور ازموينې ته په پام، ښځينه زده کوونکې پنځه مياشتې نور وخت لري چې پوهنتونونو ته د تللو لپاره د طالبانو د محروميت له دامونو سره مبارزه وکړي.

په تېر يونيم کال کې يو شمېر فعالانو هڅه کړې ده چې د طالبانو د زدکړييز محروميت له سياست سره مبارزه وکړي او د پټو او انلاين مکتبونو د جوړولو او مفتو زدکړييزو برنامو له لارې د نجونو د زدکړييز بهير ملاتړ وکړي خو دا هڅې تر کم شمېر زده کوونکو پورې رسېږي او د نجونو د زده کړې محروميت نشي جبرانولای.