انځور: APP/File

له پاکستان سره د طالبانو نښته؛ شريف د بيا جګړې نه کېدو په موخه له طالبانو تضمين وغوښت

اطلاعات روز: د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف وايي، چې د طالبانو د سرحدي ځواکونو له لوري بې دليله ډزې د افسوس وړ دي او بايد په کلکه وغندل شي.

نموړي نن (دوشنبه، ۲۱ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په دې ډزو کې څو پاکستاني وګړي وژل شوي او په لسګونو ژوبل دي.

شريف ټينګار کړی چې د طالبانو سرپرست حکومت بايد د دې ضمانت ورکړي چې داسې پېښي به بيا نه تکراریږي.

طالبانو او پاکستاني نظاميانو پرون تر غرمې وروسته د سپين بولدک ولسوالۍ او چمن پر کرښه له يوه – بل سره نښته وکړه.

يوې سرچينې ويلي، چې نښته تر هغه وروسته پېښه شوه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو غوښتل چې «ډيورنډ فرضي کرښې» ته نږدې يوه نوې پوسته جوړه کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په دې نښته کې شپږ نفر وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي وياند حاجي زيد هم ويلي، چې په دې نښته کې د افغانستان لور ته یو طالب وژل شوی او د درې ملکیانو په ګډون ۱۰ طالبان ټپیان شوي دي.

تېره مياشت هم د پاکستاني او طالب ځواکونو تر منځ نښته شوې وه او له امله يې د سپين بولدک – چمن لار د يوې اونۍ لپاره تړلې وه.