REUTERS/Carlos Garcia Rawlins

چین خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي

اطلاعات روز: د چین د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره له دې هیواده ووځي.

دا سپارښتنه د کابل ښار په شهرنو کې له پروني برید وروسته چې د چینايي اتباعو پر استوګنځي ترسره شو کېږي.

د رويټرز د راپور له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين نن (سې‌شنبه، ۲۲ د لیندۍ) په يوه خبري غونډه کې ويلي: «په افغانستان کې امنيتي وضعيت ته په پام سره، د بهرنيو چارو وزارت خپلو وګړو او سازمانونو ته يو ځل بيا هم توصيه کوي چې هر څومره ژر کولای شي دا هيواد دې پرېږدي.»

د ده په وينا، په پروني بريد کې پنځه چينايان ژوبل شوي دي. د دې بريد مسووليت داعش ډلې منلی دی.

وانګ ونبين ويلي، چې چين له طالبانو غواړي چې د دې بريد په اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي او عاملين يې مجازات کړي.

ده همدا راز زياته کړې، چې د طالبانو حکومت دې په افغانستان کې د چينايي وګړو او سازمانونو امنيت ټينګ ګړي.

وړاندې په کابل کې د چين سفير وانګ يو هم له طالبانو غوښتي و چې د سفارت امنيت ته دې پاملرنه ډېره کړي.