د طالبانو رهبر «د ملي تدارکاتو کميسيون» جوړ کړ

اطلاعات روز: طالبانو د خپل رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ «د ملي تدارکاتو کمېسیون» په نوم د یوه نوي کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د ملا برادر دفتر نن (سې شنبه، ۲۲ د لیندۍ) اعلان کړی چې دا کميسيون د ملا هبت الله د حکم له مخې جوړ شوی دی.

د ملا برادر د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کمېسيون هدف د شفافيت تأمين، د ښو خدماتو وړاندې کول، د تدارکاتي ستونزو لپاره حللاره پيدا کول او د تدارکاتي چارو تنظيم او مخته وړل دي.

ويل شوي چې د دې کميسيون لومړۍ غونډه به نن ترسره شي.

د افغانستان په اداري جوړښت کې د ملي تدارکاتو ادارې په نوم اداره هم فعاليت کوي. دا اداره د دولتي ادارو لپاره پیرودنه کوي.