اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستيال مارکس پوټزل خبرداری ورکړی چې د افغانستان په تړاو نړيوال پام پر کمېدو او دريځونه په سختېدو دي.
نوموړي دا خبرې د ترکمنستان په پلازمينه عشق اباد کې د مرکزي اسيا د مرستيالو بهرنيو چارو وزيرانو په دولسمه ناسته کې وکړې.
پوټزل ويلي «ډېره مهمه ده چې افغانستان د مرکزي اسيا په اجنډا کې وي.»
يوناما نن (سېشنبه، ۲۲ د لیندۍ) پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې مارکس پوټزل خبرداری ورکړی چې نړيواله توجه پر کمېدو او دريځونه پر سختېدو دي.
ده ويلي: «همکارۍ او سيمهييز تعامل ډېر زيات ارزښت لري.»
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو پر واکمنۍ يو کال اوښتی، خو لا هم هيڅ هيواد دا ډله په رسميت نه ده پېژندلې.
له تروريزم سره مبارزه، بشري حقوقو ته درناوی او د يوه پراخ بنسټه حکومت جوړول هغه شرطونه دي چې هيوادونه يې د طالبانو رسميت پېژندنې په پار وړاندې کوي.