د کندهار ځينو پخوانيو چارواکو له هېواده بهر «د ولسونو غږ» په نوم شورا جوړه کړې

اطلاعات روز: د لوی کندهار شاوخوا دېرش تنو پخوانيو چارواکو له هېواده بهر «د ولسونو غږ» په نوم يوه شورا جوړه کړې او زياتوي که بین الافغاني خبري پېل نشي په هېواد کې دننه خطرناکه کورنۍ جګړه پيلېدونکې ده.

د دې شورا يو تن غړي محمد ابراهيم الکوزي له  اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، ځکه يې ياده شورا جوړه کړې چې نور غواړي د خبرو اترو له لارې هېواد ته ستانه شي او په آرامه فضا کې ژوند وکړي.

نوموړی وايي، که د ملګرو ملتونو تر څار لاندې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره نشي په هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځته کیدونکې ده بیا به یې مسووليت د طالبانو، پاکستان او امريکا د حکومت په غاړه وي.

هغه د پخواني پرځول شوي حکومت د نظاميانو وژلو، زورولو او زخمي کولو پېښو ته په کتو سره زیاته کړه، چې د طالبانو سرپرست حکومت بايد له داسې کړنو څخه لاس واخلي.

د الکوزي په خبره، چې د دغې شورا په راس کې د سويل لويديځې حوزې شاوخوا دېرش تنه پخواني جنرالان، د پخواني پارلمان ځينې غړي، ښځينه چارواکي او سياستوال شتون لري او تراوسه يې ورته مشر نه دی ټاکلی.

د يادونې وړ ده چې په دې شورا کې د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي ورور تادين خان اڅکزی او يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي نه ترسترګو کېږي.

يوې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، د سويل لويديځې حوزې ځينې پخواني نظاميان او حکومتي مسوولين لګیا دې ترڅو د ځان لپاره بېله ډله جوړه کړي او له هغې لارې د طالبانو په مقابل کې مقاومت رامنځته کړي.