طالبانو هلمند کې د فوټبال يو لوبغاړی وژلی

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د فوټبال یو محلي لوبغاړی په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې وویل، یاد لوبغاړی نجیب الله نومیده او اصلي د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی و چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۷ د لیندۍ) د یادې ولسوالۍ «عینک» سیمه کې د طالبانو د غړو له لوري وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، طالبانو نجیب الله په غلا تورن کړی و او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

تر اوسه په دې اړه د هلمند ځايي طالب چارواکو څه نه دي ويلي.