د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه نن پیلیږي

اطلاعات روز: ټاکل شوې د نن ورځې (سې شنبه، ۲۹ د لیندۍ) په پای کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه وکړي.

دا غونډه به د کابل پر وخت ۷:۳۰ بجې پېل شي.

په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازی روزا اوتنبایوا د دې هيواد د وضعيت په اړه خبرې وکړي.

همدا راز به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوتریش وروستی راپور امنيت شورا ته وړاندې شي.

ګوتریش په خپل راپور کې د «طالبانو بې محکمې وژنې» را اخيستې او ویلي یې دي چې یوناما د دا ډول وژنو ۶۹ پېښي په پنجشير کې ثبت کړې دي.

د انټونيو ګوتریش د راپور په يوه برخه کې راغلي چې د نجونو او همدا راز د حکومتي جوړښتونو د پراخېدلو په برخه کې هيڅ پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

ده همدا راز ويلي، چې طالبانو لاهم د افغانستان د خلکو د عقيدې او بيان ازادۍ او سولييزې غونډې محدودې کړې دي.