SM

طالبانو خوست کې وزیرستاني کډوال له پامه غورځولي

اطلاعات روز: خوست ولايت ته له کوزې پښتونخوا د جګړو له امله سلګونه وزيرستاني کورنۍ را کډه شوي او په ګلان کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

که څه هم د تېر جمهوري نظام پر مهال ورته د حکومت او نړیوالو موسېساتو پام زيات و، خو اوس شکايت کوي چې د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

په ګلان کمپ کې ميشت دغه کډوال وايي، د بشري مرستو برخه کې د دوی د کورنيو د غړو ليستونه ايستل شوي او مرستې نورو خلکو ته ورکړل شوې دي.

دوی اندېښمن دي که له وړاندې ورسره مرستې ونه شي نو په روان ژمي کې به له ګڼو ستونزو سره مخ شي او د دې ستونزو د خلاصون لپاره د د نغدي مرستو د ويش غوښتنه کوي.

د دغه کمپ يوه اوسېدونکي شفق احمد اطلاعات روز ته وويل، چې څه موده وړاندې يې د نوموړي په شمول د مرستو لپاره د لسګونه کډوالو نمونه وليکل او يادې مرستې د خوست له نورو خلکو سره هم وشوې، خو دوی ته لاهم نه دي ورکړل شوې او په خبره يې چې ددې مرستو لپاره د دوی ليستونه ايستل شوي دي.

نوموړی وايي: «مونږ ته شاوخوا مياشت وړاندې د سروې لپاره يو ټيم راغی او له وضعيت کتلو وروسته مو خپل ليستونه ورته وسپارل، هغه مرستې په نورو سيمو کې خلکو ته ورکړل شوې خو زمونږ د وزيرستان خلک پر ځای پاتې او که همکاري ونه شي نو روان زمستان کې به له زياتو مشکلاتو سره مخ شو.»

اوس مهال دغه کډوال د سرپناه برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي او د ژمي په همدې سړه هوا کې تر يو ترپال لاندې ژوند کوي.

په دغه کمپ کې يو بل کډوال چې نه يې غوښتل اصلي نوم يې څرګند شي، په مستعار نوم يې ځان جمال معرفي کړ، هغه هم د بشري مرستو د ويش پروسه کې په توپيري چلند نيوکه وکړه او ویې ويل اوس مهال خوست کې د کډوالو پر ځای نورو خلکو ته لومړیتوب ورکول کيږي.

جمال زياتوي چې د سرپناه نشتون او سړه هوا يې ماشومان په ناروغيو اخته کړي دي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وويل: «دلته مو ورځ تر بلې ژوند په سختیدو دی او د طالبانو حکومت د کډوالو حقونه نه ورکوي او له پامه يې غورځولي يو، نو اندېښنه خو دا ده چې ژمی دی، هوا سړه شوې او که لاسنيوی مو ونه شي نو ستونزې به لا ډيرې شي او اوس مو هم ماشومان ناروغ دي.»

د کډوالو په وينا چې د قانوني اسنادو له لرلو له امله شخصي کاروبار هم نه شي کولی.

په خوست ولايت کې د ميشتو وزيرستاني کډوالو مشر داود بيا ویلي چې د طالبانو حکومت او نړيوالو موسېساتو ورسره ژمنې کړي او دوی يې هم عملي کیدو ته په تمه دي.

د هغه په خبره په ګلان کمپ کې ميشت کډوال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حتا له ښاره د لومړنيو خوراکي توکو د را نيولو توان هم نه لري.

هغه وايي: «دلته چې کوم کډوال ميشت دي نو خورا ډيرې ستونزې لري چې له هغو ډلې يې اقتصادي مشکلات تر ټولو مهم او د اندېښنې وړ دي او زه د دوی په نماينده ګي له حکومت او نورو همکاره موسېساتو غوښتنه کوم چې هغه نغدې پيسې چې پخوا وې د ويش پروسه يې بايد بيرته پيل کړي.»

وزیرستاني کډوال وایي، طالبانو او نړیوالو موسېساتو چې ورسره کومې ژمنې کړي یوه یې هم نه ده عملي کړې. انځور: ټولنیزې رسنۍ

په همدې حال کې بیا په خوست ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو د مرستو ویش برخه کې کډوالو ته د نه پام ادعا ردوي او وايي، هڅه یې کړې چې کېدونکې مرستې وزیرستاني کډوالو ته په شفاف ډول ووېشل شي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریس شبیر احمدعثماني اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوس د حکومت له لوري د کډوالو هیڅ کورنۍ د مرستو له لیست څخه نه دی ایستل شوې، خو په خبره یې چې ځینو مرستندویه موسېساتو ځینې کسان له دغه لیست بهر کړي دي.

عثماني زیاته کړه، چې له مرستو بې برخې کډوالو لپاره یې هم له موسېساتو سره په ګډه یو کمیسیون جوړ کړی تر څو هغوی ته هم خوراکي توکي او نغدي مرستې ورکړل شي.

نوموړي په دې اړه وویل: «څومره مرستې چې راغلې وزیرستاني کډوالو ته پر خپل وخت رسېدلې دي او مونږ دا په کلکه ردوو، چې اسلامي امارت دې څوک د مرستو له لېست څخه بهر کړي وي، ولې شاید ځینې موسېساتو یو شمېر کسان لېرې کړي وي خو د هغوی لپاره هم کمیسیون جوړشوی دی او په کېدونکو مرستو کې به شامل شي.»

بشیر احمد عثماني له دې ور هاخوا دغو کډوالو ته د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره د سرپناه، ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو برخه کې هم د ځانګړې پاملرنې یادونه وکړه.

تېرکال د وزيرستاني کډوالو لپاره د خوړو نړيوال سازمان له لوري د ۸ مياشتو لپاره د خوراکي توکو د ورکړې پروګرام ځانګړی شوی و.

اوس مهال په خوست او پکتيکا ولايتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ وزيرستانۍ کورنۍ ژوند کوي، دوی له کرښې پورې غاړه د جګړو او د پاکستان پوځ د ظلمونه له امله خپلې سيمې پرېښی وې او د سويل ختيځ زون يادوو ولايتونو ته يې پناه راوړې ده.

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو کلونو کې ځينې کورنۍ بيرته هم خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.