Getty Images

له تعلیم څخه د ښځو محرومول د بشريت ضد جنايت دی

لیکنه: زهما عظيمي|ژباړه: شمشاد زلمی

له زده کړو د ښځو محرومول د بشريت پر خلاف د څرګندو جنايتونو يوه ښکاره بېلګه ده. پر همدې اساس، د افغانستان د ښځو پر وړاندې د پوهنتون، ښوونځي او ښوونيزو مرکزونو د دروازو په تړلو سره، طالبان د همدې نړيوال جرم مرتکبين دي.

بين المللي جرم پر هغو انساني ضد اعمالو اطلاق کېږي چې ټوله ټولنه ترې ضرر ويني. يعني ددې جرم منفي اغيزې د يوه هيواد تر قلمرو پورې محدودې نه پاتې کېږي بلکې تر دې هاخوا ته د ټولو هيوادونو وګړي ځوروي. تر سرحدونو ها خوا د دې جرم د اغېز ريښه د هغه بدترين والی دی. يعنې دا جرمي عمل يو بدترين کار دی او له همدې کبله د نړيوال جرم په توګه پېژندل کېږي. د نړيوالو حقوقو په مهمو اسنادو کې څلور جرمونه نړيوال جرمونه بلل شوي: د بشريت خلاف جنايت، نسل وژنه، قتل عام او تېری.

د بشریت پر ضد جرمونه د نړیوالو اصولو په وړاندې د تیري عملونه دي چې بدن یا فزیکي او رواني روغتیا ته لوی رنځ یا جدي زیان رسوي.

د بشريت خلاف جنايات (Crimes against humanity) د نړیوالو اصولو پر وړاندې تېرې کوونکي چې د پراخې ځورونې لامل کېږي، يا هم جسمي او روحي روغتيا ته صدمه رسوي (د جرم مادي عنصر). دا جرم عموما پراخ وي، سازماني وي او ډېر وختونه د وېرې په سياست او وحشت سره عملي کېږي (د جرم معنوي عنصر). د بشريت خلاف جنايت پراخه ساحه په بر کې نيسي چې په دې لړ کې ځيني مشخصې برخې په نړيوالو اسنادو کې ګڼل شوي او تعريف شوې دي. لانديني اعمال په حقوقو او نړيواله قضايي رويه کې د بشريت خلاف جنايت ګڼل کېږي: نابودول، وژنه، مرېيتوب، جبري کډوالي، يرغمل نيونه او د نورو محروميتونو تحميلول، شکنجه، جنسي جنايات، په جبري توګه نابودي، بېلتون، ځورونه او اذيت او نور انسانيت ضد اعمال. د «نور انسانيت ضد اعمالو» قيد د دې لپاره دی چې شونې ده له دې پرته نور اعمال هم د انسانيت په وړاندې جرم وګڼل شي.

له زده کړو د ښځو محرومول د ځورونې او اذيت په معنا دي، له همدې کبله د انسانيت پر خلاف يو جرم ګڼل کېږي. د نورنبرګ منشور د شپږمې مادې د (ج) بند، د توکيو منشور د پنځمې مادې د (ج) بند، د يوګسلاوي محکمې د اساسنامې د پنځمې مادې (ح) فقرې، د نورنبرګ او روانډا محکمو د درېيمې مادې د (ح) فقرې او په پای کې د نړيوالې جزايي محکمې د اساسنامې د اوومې مادې د (ح) بند پر اساس د ځورونې او اذيت جنايت د بشريت پر خلاف يو جنايت ګڼل کېږي. د نړيوالې جزايي محکمې د اساسنامې له دويمې مادې سره سم، ځورونه او اذيت معنا: «په قصدي توګه له هويت سره د تړلو دلايلو پر اساس د يوې ډلې يا هم د افرادو د يوې مجموعې له هغو اساسي حقونو محرومول چې له نړيوالو حقونو سره په مخالفت کې وي.» ده. د دې اساسنامې د اوومې مادې له لومړي بند سره سم له هويت سره تړلي دلايل کېدلای شي چې سياسي، نژادي، ملي، قومي، فرهنګي، مذهبي او جنسيتي يا هم نور تبعيضي دلايل وي.

پر همدې اساس، د جنسيت له مخې د ټولنې يوه قشر ته ځور او اذيت ورکول د انسانيت پر ضد د جنايت يوه ښکاره بېلګه ده. لکه وړاندې چې وويل شول، د نړيوالې جزايي محکمې له اساسنامې سره سم، د ځورونې او اذيت  اصطلاح او د انسانانو د برابرۍ د حق نقض دومره شدت لري چې که يو اساسي حق هم له پامه وغورځول شي نو دا جرم پېښېږي. اساسي حقونه، هغه حقونه دي چې په هيڅ ډول شرايطو کې هم نشي ځنډول کېدلای. د نړيوالو حقونو په متونو کې پر هغو قواعدو چې په هيڅ ډول حالاتو او اوضاع کې هم نه شي نقض کېدلای او انحراف ترې نشي کېدلای، د اساسي قواعدو يا Noyau Dur  اطلاق کېږي. د مدني او سياسي حقونو د کنوانسيون د څلورمې مادې دويم بند اووه حقونه د انسانانو د بنسټيزو حقونو په توګه يادوي: د ژوند حق، د شکنجې ممنوعيت، د غلامۍ ممنوعيت، د حقوقي تعهد پر اساس نيول کېدل، په جزايي امورو کې پخوا ته د قانون نه رجعت، د حقوقي شخصيت درلودل او د عقيدې او مذهب د ازادۍ حق.

د حقوقي شخصيت درلودلو مطلب دادی چې له حقوقو څخه د برخمن کېدلو پر مهال د صلاحيت او اهليت لرل. د اسلامي فقهې او عرفي حقوقو له نظره، انسانان له حقونو څخه د برخمن کېدلو پر مهال يا کامل الاهليت دي، يا ناقص الاهليت دي، يا هم فاقد الاهليت دي. قاعده داده چې ټول انسانان بشپړ او کامل اهليت لري او پر همدې بنسټ کېدلای شي چې له ټولو حقونو څخه برخمن شي مګر دا چې يو څوک د عقلي اختلالاتو له کبله د يوې چارې د ګټې او زيان تر منځ توپير نشي کولای (ناقص الاهليت) يا هم د يوې چارې د مصلحت او مفسداتو تر منځ په تشخيص کې بشپړ بې وسه  (فاقد الاهليت) وي. دې ته په پام سره، د حقوقي شخصيت درلودل د انسان له اساسي حقونو څخه دی او پر همدې اساس له خپلو ټولو حقونو څخه د برخمن کېدلو صلاحيت لري.

پر دې اساس، له زده کړو څخه د افغانستان د ښځو په محرومولو طالبانو د ښځو حقوقي شخصيت تر پښو لاندې کړی دی. په دې کار سره يې ښځې ځورولې او اذيت يې ورکړی؛ له همدې وجې يې د انسانيت پر خلاف يو جنايت کړی دی. د هر ډول ابهام او شبهې د له منځه وړلو لپاره بايد دا يادونه وکړم چې د ځورونې او اذيت په څېر يو عمل، هغه وخت د بشريت پر ضد جنايت ګڼل کېږي چې له يوه اړخه فاحش (ډېر بد) وي او له بله اړخه سيسټماټیک. همدې ته په پام سره، يو يا دوه انسانان په غير سازماني توګه ځورول او اذيت ورکول د انسانيت پر خلاف جنايت نه ګڼل کېږي بلکې د انسانانو ځورونه بايد دوه شرطونه پراخوالی او سازماني‌توب ولري، تر څو د انسانيت پر ضد جنايت وګڼل شي.

د طالبانو له لوري د افغانستان د ښځو ځورول او اذيت ورکول هم پراخ دي او هم سازماني. يعني دې ډلې د افغانستان ټولې ښځې او نجونې له زده کړو محرومې کړې دي او دا جرم يې په سازماني شکل يعنې د خپل حکومت د کابينې په پرېکړه سره کړی دی. له همدې وجې، طالبانو د انسانيت پر خلاف يو جنايت کړی دی. تر کومه ځايه چې دا جرم له څلورو نړيوالو جرمونو څخه يو جرم دی، د نړيوالې ټولنې قضايي او سياسي مراجع مکلفې دي او مسووليت لري چې دې جرم ته رسيدګي وکړي. دې جرم ته چې طالبانو کړی دی، د رسيدګۍ تر ټولو مهمه سياسي مرجع د ملګرو ملتونو امنيت شورا ده. د ملګرو ملتونو د منشور له شپږمې او اوومې مادې سره سم، امنيت شورا دا صلاحيت لري چې طالبان تنبيه کړي يا هم خبرداری ورکړي. د شورا د تنبيهي اقداماتو ساحه تر اقتصادي او ډيپلوماټيکو تعزيراتو او حتا تر يرغليزې نظامي مداخلې پورې پراخه ده. په دې توګه، د طالبانو دې انسانيت ضد جرم ته د رسيدګۍ تر ټولو مهمه قضايي مرجع نړيواله جزايي محکمه ده. دا محکمه د روم د اساسنامې له مفاد سره سم، د طالبانو د مشرانو د محاکمې او مجازات کولو صلاحيت لري.