طالبانو ارزګان کې د ۲۳ کسانو له ډلې شل تنه په دُرو ووهل

اطلاعات روز: طالبانو ارزګان ولایت کې د ۲۳ کسانو له ډلې شل تنه د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

دغه کسان نن (پنج شنبه، ۱ د مرغومي) د ارزګان ولایت په ورزشي لوبغالي کې د زرګونه کسانو په حضور کې په دُرو ووهل شول.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس  قاري اغاولي قريشي وايي، د ۲۳ کسانو له ډلې شل نارینه او درې ښځې وې چې د میرمنو «تعزیرات» تر امر ثاني پورې وځنډول شول.

دده په خبره، دغه کسان په غلا، لواطت، زنا، نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد تورن شوي وو.

نوموړی زیاتوي، تورن کسان له ۲۰ څخه تر ۳۹ پورې په دُرو ووهل شول او همدا راز له ۱۸ میاشتو څخه تر ۵ کالو پورې ورته د بند سزا واورول شوه.