انځور: د پولیو ځانګړې پاڼه

د هیواد ختیځ درې ولایتونو کې د پولیو ۱۷ محیطي نمونې مثبتې ثابتې شوي

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځه حوزه کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د دغې حوزې په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د پولیو ۱۷ محیطي سمپلونه مثبت تثبیت شوي، چې درې یې په ننګرهار کې دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا ارقام داسې مهال له خبریالانو سره د همغږۍ په ناسته کې شریک کړل، چې سبا دوشنبه په ټوله ختیځه حوزه کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېدونکی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي نن (یکشنبه، ۴ د مرغومي) وویل، چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې په تیرو دوو میاشتو کې د پولیو دوه کمپاینونه ترسره کړي، چې په دې لړ کې به دریم هغه یې سبا پېل شي چې پرمهال به یې په ټول ختیځ کې له پنځو کلونو کم عمره اته لکه ماشومانو ته دپولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

نوموړی همداراز وایي، د واکسین دا کمپاین به کور په کور د نارینه او ښځینه و واکسیناتورانو له لوري ترسره کیږي چې لامل یې د پولیو ناروغۍ مخنیوی او په دې برخه کې واکسین کوونکو ته ځانګړې روزنه هم ورکړل شوې ده.

ختیځ میشتي هم په دغه حوزه کې د پولیو محیطي مثبتو پېښو زیاتیدو اندیښمن کړي او له روغتیایي چارواکو د پولیو واکسینو د کمپاین د چټکوالي غوښتنه کوي.

د ننګرهار اوسیدونکی احمدشاه له عامو خلکو غوښتنه کوي، چې خپل ماشومان دې د پولیو واکسین له څاڅکو نه محروموي.

ختیځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین داسې مهال پيلیږي، چې روان کال تر دې دمه د پولیو دوه انساني مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کونړ او بله هغه یې په پکتیکا ولایت کې ده.

د یادولو ده، چې افغانستان او پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر دې دمه پکې پولیو ویروس په بشپړه توګه نه دی له منځه تللی.