اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو روغتیایي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې هغه روغتیایي مرکز بېرته رغولی چې د جګړو له امله ویجاړ شوی و.
د هلمند لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وايي، دغه روغتیایي مرکز د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نموړی زیاتوي، یاد روغتیایي مرکز ۶۰زره کسانو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کوي کولو ظرفیت لري چې ۲۲ تنه ډاکټران او کارکوونکي به خلکو ته صحي خدمات وړاندې کوي.
ورته مهال هلمند کې د روغتیا پرمختیایې موسېسې (OHPM) ولایتي مسوول ډاکټر یار محمد همدرد وایي، دغه ولایت کې یې د ۷۸ روغیتایي مرکزونو له جملې څخه د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۶ نورو روغتیایي مرکزونه د ترممیم چارې د پشپړیدو په حال کې دي.
بلخوا بیا د سنګین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د یاد روغتیایي مرکز په رغیدو خوښ دي او وایي، مخکې به یې د روغتیا په برخه کې زیاتي ستونزي درلودې، خو د دغه روغتیایې مرکز په بیا جوړیدو سره به یې تر ډیره ستونزې حل شي.
یاده دې وي چې هلمند کې د تېرو جګړو له امله په لسګونه روغتیایي مرکزونه ویجاړ شوي چې له امله یې ډیری خلک صحي خدماتو ته لاسرسی نه لري.