اطلاعات روز: وروسته له هغه چې طالبانو په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کندهار کې د خپل یو زرو ۵۸۸ ټولګیو فعالیت ځنډولی دی.
کندهار کې د يوه محلي ټولګي ښوونکې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د یونیسف له خوا ورته خبر ورکړل شوی ترڅو سر له نن (پنج شنبه، ۸ د مرغومي) څخه د ټولګیو ټول زده کوونکي تر نامعلومې نېټې پورې رخصت کړي.
دغې ښوونکې وويل: « پرون یې زموږ دفتر زنګ راوهلی و چې سر له سبا څخه خپل ټول زده کوونکي رخصت کړه، تر هغو چې موږ خبر نه وي درکړی مه يې راغواړه.»
نموړې زیاته کړه چې د ټولګیو بیا پرانستو پورې یې معاشونه هم نه ورکول کېږي او مجبوره ده چې بل ځای کار پیدا کړي ځکه چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده.
همدارنګه د يونيسف د محلي ټولګیو يوه بله ښوونکې د دې موضوع د تایید ترڅنګ زياتوي چې له دې وروسته به يې ژوند ډېر ستونزمن شي.
د هغې په خبره، چې د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته يې رواني وضعيت ډېر خراب شوی او غوښتنه کوي ترڅو دغه موسېسه بېرته خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
دغه راز کندهار کې د يونيسف يوه استازي اطلاعات روز ته د دې خبر پخلی کړی خو له نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي.
دغه راز کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست استازی د محلي ټولګیو د تړل کیدو په اړه بې خبري ښیي.
په دې وروستیو کې طالبانو د نجونو د زده کړو د ځنډولو ترڅنګ په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.
د طالبانو دغو دوو وروستیو پرېکړو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د اسلامي هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو دغه کړنه غندلې ده.