د طالبانو تر حاکميت لاندې ژوند؛ غور کې د ځان وژنې او جبري ودونو ډېرېدل

اطلاعات روز: غور کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې په هيواد کې د طالبانو په بيا واکمنېدو او له زده کړو څخه د ښځو او نجونو په محرومېدو سره، دې ولايت کې د کورني تاوتريخوالي، جبري او کم عمره ودونو او د ښځو او نجونو د ځان وژنې پیښې ډېرې شوې دي.

د بشري حقونو يو فعال چې نه غواړي نوم یې ياد شي، وايي چې غور کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی، اجباري او کم عمره ودونه ۸۰ سلنه زيات شوي دي. دی يې اصلي لامل د ښوونځيو تړل کېدل او د طالبانو له لوري د بنديزونو لګېدل يادوي.

همدا راز غور کې د ښځينه حقونو فعالانې هم د جبري ودونو، د ښځو او نجونو د ځان وژنې او د کورني تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه انديښنه ښیي او له طالبانو غواړي چې د نجونو پر وړاندې دې تعليمي او تحصيلي بنسټونه پرانيزي او ښځو ته دې د کار کولو زمينه هم برابره کړي.

دا فعالانې د ښځو د ملاتړو بنسټونو نشتون هم په غور کې د کورني تاوتريخوالي، جبري او کم عمره ودونو د زياتېدو يو لامل ګڼي.

له دې سره – سره په غور کې يو شمېر زده کوونکي وايي، چې د ښوونځيو په تړل کېدو او پر ښځو د طالبانو د بنديزونو له کبله اړې شوي چې واده وکړي.

د غور اوسېدونکې ۱۴ کلنه صديقه (مستعار) چې د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې ده، وايي: «کله چې  طالبانو زموږ ښوونځي وتړل زه اړه شوم چې واده وکړم. پلار مې راته وويل چې نور مکتبونه نه خلاصېږي، بايد واده وکړې. زموږ اقتصادي وضعيت هم ښه نه دی. تر يوه کال زيات وخت کېږي چې ښوونځي ته نه يم تللې. په کور کې له ناستې ستړې يم او په ټولګيوالو پسې مې خپه يم.»

دا زده کوونکې چې د طالبانو تر راتګ وړاندې ښوونځي ته تلله او د خپل راتلونکې لپاره يې هيلې درلودې، اوس ناهيلې شوې ده. دا وايي: «کله چې ښوونځي ته تلم، ښه درس مې وايه. هيله مې دا وه چې په راتلونکي کې يو څه راڅخه جوړ شي او د خپلو خلکو او هيواد خدمت وکړم. خو له بده مرغه چې د ښوونځيو تړل کېدو پر ما بدې اغېزي کړې دي. اوس مې په کور کې ژوند يوازې له غمونو او ستړياوو سره تېرېږي. د هرې ورځې په تېرېدو مې روحي او رواني حالت خرابېږي.»

دا نجلۍ د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو په وړاندې دې تر دې زيات خنډونه نه جوړوي او نجونو ته دې اجازه ورکړي چې درس ووايي او کار وکړي ځکه د دې په وينا چې ټولنه ښځو او نجونو ته اړتيا لري.

«له کوره تېښته»

همدا راز په غور کې د ښځينه حقونو فعالانې وايي، چې د طالبانو تر راتلو وروسته په غور کې له کوره تېښته هم زياته شوې.

د دوی په وينا، د طالبانو تر راتلو وروسته سړي بې‌کاره شوي دي، د ښځو په وړاندې کورنی تاوتريخوالی او د نجونو جبري ودونه تر بل هر وخت زيات شوي دي.

ويل کېږي کورني تاوتريخوالي، جبري او کم عمره ودونه، د تعليم او تحصيل د حق ممانعت او د طالبانو بنديزونه په غور کې له کوره د نجونو د تېښتي عمده لاملونه دي.

په يوه تازه پېښه کې د غور په چهارسده ولسوالۍ کې څلور هلکان او نجونې له کوره د تېښتې په جرم طالبانو نيولي. همدا راز، يوه نجلۍ او يو هلک په دولتيار ولسوالۍ کې له کوره د تېښتي په جرم په دُرو وهل شوي دي. دا هلک او نجلۍ له ۳۹ درو سره – سره په شپږ مياشتني بند هم محکوم شوي دي.

زده کړو څخه د نجونو راګرځول دوی په رواني ناروغیو اخته کړې دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

د ښوونځيو تړل که په کور کې د نجونو زنداني کول؟

غور کې د ښځينه حقونو فعالانې وايي، چې د طالبانو له لوري د ښځينه زده کوونکو په وړاندې د ښوونځيو تړل کېدو د هغوی پر روحي او رواني حالت منفي او ويجاړوونکې اغېزې کړې دي.

يوه فعاله وايي: «د طالبانو له لوري د ښځينه ښوونځيو تړل کېدو منفي او ويجاړوونکې اغېزې درلودلې دي لکه اضطراب، وېره، روحي او رواني فشارونه، د خپلو اهدافو د تعقيب لپاره د ښځو او نجونو د انګيزې کمېدل او له درس او زده کړې څخه لېرېوالي د نجونو ذهنونه شاته پاتې کړي. دا عوامل د يو شمېر نجونو د ځانوژنې سبب شوي او څو ورځې وړاندې دوو ځوانو نجونو په تیوره ولسوالۍ او فيروزکوه ښار کې ځانونه ووژل.»

په غور کې د بشري حقونو فعالان هم وايي، چې اوس مهال ښځې په کورني زندان کې دي او له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

د بشري حقونو يو فعال چې نه غواړي په راپور کې يې نوم ياد شي، وايي: «واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دې ولايت کې د کورني تاوتريخوالي او جبري ودونو ارقام زيات شوي دي. دليل يې دادی چې د نجونو په وړاندې مکتبونه تړلي دي او ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي. دوی په خپله مجبورېږي چې واده وکړي او يا يې هم پلار جبري ودونو ته اړې کوي.»

په غور کې د بشري او ښځينه حقونو فعالان له طالبانو غواړي چې د نجونو په وړاندې دې ښوونځي پرانيزي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته غور کې د کورني تاوتریخوالي او اجباري ودونو شمیرې زیاتې شوې دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

فقر او اقتصادي ننګونې

د طالبانو د بنديزونو تر څنګ، فقر او اقتصادي ستونزې هغه نوري ننګونې دي چې په غور کې د جبري او کم عمره ودونو او کورني تاوتريخوالي لامل شوي دي.

د غور يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د طالبانو په راتلو فقر، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې په جدي ډول زياتې شوې دي. کورنۍ مجبورېږي چې د کورنۍ د غړو ژوندي پاتې کېدو په خاطر کم عمره نجونې واده کړي.

فقر او بې کاري د کورني تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل ګرځیدلي دي.

د طالبانو ځواب څه دی؟

ورته مهال غور کې د طالبانو مسوولين د کورني تاوتريخوالي، جبري او کم عمره ودونو او همدا راز د نجونو او ښځو د ځان وژنو ډېرېدل ردوي.

غور کې د طالبانو د والي وياند عبد الواحد حماس وايي: «هيچاته هم د جبري واده اجازه نه ورکول کېږي. دا چې وايي د ځان وژنو شمېر زيات شوی دی، دغسې نه ده.»

همدا راز په غور کې د طالبانو د والي وياند وايي، که په دې ولايت کې پر ښځو د تاوتريخوالي پېښي شوې وي، نو د محکمو له لوري ارزول کېږي.

د کورني تاوتريخوالي، جبري او کم عمره ودونو او همدا راز د ښځو او نجونو د ځان وژونو په تړاو انديښنې د بشري او ښځينه حقونو فعالانو له خوا په داسې وخت کې مطرح کېږي چې طالبانو په خپله تازه پرېکړه کې د ټولو تعليمي او تحصيلي بنسټونو دروازې د نجونو پر مخ تړلي او همدا راز يې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځينه کارمندانو دندې تر نامعلومې نيټې ځنډولې دي. د طالبانو دا فرمانونه په کور دننه او نړيواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.