د ښځو پر کار بنديز؛ د بريتانيا سفارت شارژدافېر: طالبان د افغان وګړو له ژوند سره لوبې کوي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بريتانيا سفارت شارژدافېر هوګو شورټر ويلي، چې په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو د کار په بندولو طالبان د افغانستان د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.

نموړي په یو لړ ټويټونو کې لیکلي، چې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره تبعيض، د نړيوالو قوانينو او د بشري مرستو د اصولو نقض دی.

هوګو شورټر زیاته کړې، چې بريتانيا، د ملګرو ملتونو امنيت شورا، د اسلامي همکاريو سازمان، جي اووه، غير دولتي سازمانونه او ډېر نور له طالبانو غواړي چې دا نه توجيه کېدونکی بنديز دې لېرې کړي.

ده ويلي، چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره افغانې ښځې ډېري مهمې دي.

د ده په وينا، يو شمېر سازمانونو په يوه شپه تر ۴۰ سلنې زياتې کارمندانې له لاسه ورکړي دي.

د بريتانيا د سفارت شارژدافېر په خبره، چې د دغو ښځو ډېری يې داسې شرايطو کې ښځو او ماشومانو ته مرستې رسوي چې سړي يې تشه نه شي ډکولای.

ده ټينګار کړی، چې د ښځو پر کار بنديز د غير دولتي سازمانونو د فعاليت وړتيا په جدي توګه محدودوي.

د بريتانيا د سفارت شارژدافېر په دوام سره وایي، چې د يو لړ بشري مرستو درېدل د طالبانو د پرېکړي پايله ده.

ده زياته کړې، چې بريتانيا له ټولو مرسته کوونکو، غير دولتي سازمانونو او ملګرو ملتونو سره همکاري کوي چې د طالبانو له تحميل شويو بنديزونو سره سره دا ډاډ تر لاسه کړي چې اړمنو ته د ژغورنې مرستې رسېږي.

د ده په وينا، تر څو چې طالبان له خپلې دې پرېکړي پر شا نشي ډېرو اړمنو افرادو ته به مرسته رسول ناشوني وي.

طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو پر تحصيل له بنديز سره – سره، په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی.

د طالبانو دې وروستيو دوو پرېکړو نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.

څو مرستندويو بنسټونو هم خپل فعاليتونه ځنډولي.