طالبانو پکتيا کې د يوې ښځې په ګډون پنځه کسان په دُرو ووهل

اطلاعات روز: پکتيا ولايت کې د طالبانو له لوري د يوې ښځې په ګډون پنځه کسانو ته د غلا او اخلاقي فساد په تور تعزيري سزا ورکړل شوه.

د دغه ولايت د طالبانو ولايتې ادارې نن (شنبه، ۱۰ د مرغومي) په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې يوه ښځه او څلور نارينه يې د دې ولايت په ستره محکمه کې د دولتي کارکوونکو او عامو خلکو په حضور کې له دې امله جزايي کړل چې په اخلاقي فساد او د غلا پېښو کې تورن ګڼل شوي وو.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې يادونه نه ده شوې چې يادو کسانو ته کوم ډول سزا ورکړل شوې ده. خو ویلي یې دي چې تورنو کسانو له زور او جبر پرته په خپلو کړیو جرمونو اعتراف کړی او د طالبانو د محکمې په پریکړه یې رضایت ښودلی.

دغه راز پکتیا کې ځینې سرچینې بیا وایي، چې تورن کسان د طالبانو له لوري عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. دغې سرچینې د دُرو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دغې ډلې د نړیوالو مخالفتونو سره–سره ګڼو ولایتونو کې د اخلاقي فساد، غلا او نورو جرمونو له کبله عام محضر کې خلک په دُرو وهلي دي.