د کابل د نظامي هوايي ډګر دروازه کې چاودنه ؛ د ۱۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

اطلاعات روز: امنيتي سرچينو بهرنيو رسنيو ته ويلي، چې د کابل هوايي ډګر د نظامي برخې په دروازه کې چاودنې ۱۰ تنه وژلي دي.

د الجزيرې د راپور سره سم، په دې چاودنه کې اته تنه ژوبل شوي هم دي.

د دې چاودنې نوعيت روښانه نه دی؛ خو ناتاييد شوي راپورونه وايي چې دا چاودنه يو ځانمرګی بريد و.

وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو وياند عبد النافع ټکور ويلي و چې دا چاودنه نن (يکشنبه، ۱۱ د مرغومي) سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په باندينۍ دروازه کې شوې.

ده ويلي، چې په دې چاودنه کې يو شمير هيوادوال ژوبل او وژل شوي دي.

د دې چاودنې مسئوليت چا او يا کومې ډلې نه دی منلی.

په ۲۰۲۱ کال کې هم د طالبانو تر واکمنېدو څو ورځې وروسته د کابل پر هوايي ډګر يو خونړی ځانمرګی بريد شوی و چې پړه يې داعش منلې وه. په هغه بريد کې ۱۳ امريکايي سرتېري او په لسګونو تنه هغه افغانان ووژل شول چې له هيواده د وتلو په لټه کې وو.