SM

د طالبانو مخالفې سياسي څيرې: نړيواله ټولنه بايد افغانستان کې د سياسي بدلون زمينه برابره کړي

اطلاعات روز: د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په نوم د طالبانو مخالفو سیاسي څیرو له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو پر مالي ملاتړو دې په فشا راوړلو او په افغانستان کې د سياسي بدلون لپاره د زمينې برابرولو او نوي نظام جوړونې له لارې دې د افراطيت د خپرېدو مخه ونيسي.

دې شورا تېره شپه (شنبه، ۱۰ د مرغومي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ښځو پر کار او زده کړو بنديز غندلی دی.

د مقاومت شورا ويلي، چې د ښځو په اړه د طالبانو ليد، فکر او فرمانونه جنسيتي اپارتايډ دی.

دې شورا زیاته کړې، چې د ښځو د حقونو تأمينول يوازې يوه جنسيتي مسله نه ده، بلکې تر دې په پراخه کچه پر امنيت، ارامي او پرمختګ اغېزې لري.

دې شورا له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو پر مالي ملاتړو په فشار راوړلو، په افغانستان کې د سياسي بدلون لپاره د زمينې برابرولو او د يوه نوي نظام جوړولو په وسيله دې د افراطيت، ښځ‌ځپنې، سرکوبولو او نورو زرګونو بشري جنايتونو مخه ونيسي.

دا شورا په دې باور ده چې د «طالبانو د حاکميت په شتون او له کوم سياسي بدلون پرته مشروع حاکميت، د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونه، ثبات او امنيت نشي تر لاسه کېدلای او نه هم د تروريزم د ودې مخنيوی شونی دی.»

دې سياسي څېرو د طالبانو تر حاکميت لاندې د افراطيت د ودې او له بشري مرستو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په تړاو انديښنه ښکاره کړې او ټينګار يې کړی چې دې ته نه پاملرنه به طالبان زړور کړي چې نور سخت دريځي اقدامات وکړي.

طالبانو په خپلو وروستيو اقداماتو کې د نجونو په وړاندې پوهنتونونه تړلي او ښځې يې په غير دولتي بنسټونو کې له کاره منع کړې دي. دې ډلې تر دې وړاندې په دولتي ادارو کې کار کوونکې ښځې هم له کارونو شړلې دي.