انځور: استول شوی

طالبانو په غور کې یو ځوان فیسبوک کې د نیوکې له امله په درې میاشتې بند محکوم کړ

اطلاعات روز: له غور ولايت څخه سرچينې وايي، چې د طالبانو محکمې په دې ولايت کې يو ځوان په دې خاطر په درې مياشتني بند محکوم کړی چې فيسبوک يې د نجونو د زده کړو پر بنديز نیوکې کړې وې.

يوې سرچينې دغه ځوان د احمد مجيدي په نوم ياد کړ او ویې ویل چې نموړی د غور ولايت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د سرچينې په وينا، احمد مجيدي د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر معارف او لوړو زده کړو وزارتونو نیوکې کړې وې.

سرچينې ويلي، چې طالبانو دا ځوان نيولی او محکمه کړی يې دی. د سرچينې په وينا، د طالبانو محکمې مجيدي په درې مياشتې زندان محکوم کړی دی.

دې ورته پېښي په نورو ولايتونو کې هم شوې دي.

څه موده وړاندې په هرات کې رسنيز فعال خالد قادري طالبانو د خپلو فيسبوکي پوسټونو له کبله محکمه کړی و او په خپله نظامي محکمه کې يې په يوه کال زندان محکوم کړی و، چې اوس ویل کېږي نموړی د طالبانو د ۱۰ میاشتني بند وروسته ازاد شوی دی.