د ايران پخوانی سفير: د دوحې هوکړې را منځته کوونکي د افغانستان د اوسني وضعیت عاملين دي

اطلاعات روز: کابل کې د ايران پخوانی سفير محمد رضا بهرامي وايي، چې د دوحې تړون را منځته کوونکي « د طالبانو لخوا د واک د جوړولو د ماهیت ساده کول او د نوي نظم مثبتو او منفي اړخونو ته نه پاملرنه، په افغانستان کې د اوسني حالت د ګرځیدو لامل شوي دي.»

نوموړي دا څرګندونې نن (چهارشنبه، ۱۴ د مرغومي) په يوه ټويټ کې کړې دي.

بهرامي ليکلي، چې په ټولنيزو چارو او د ټولنې په عمومي فرهنګ کې د طالبانو سخت دريځی چلند نوی نه دی «او له دين څخه د هغوی د ځانګړي تعبير پايله ده.»

د دوحې تړون د طالبانو او امريکا تر منځ لاسليک شو. د دې تړون په پايله کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او د دې هيواد حکومت وپاشل شو او په دې توګه طالبان بيرته واک ته ورسېدل. د افغانستان د دولت د پاشل کېدو اصلي لامل د دوحې تړون ګڼل کېږي.