اطلاعات روز: د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله ويلي، چې هيواد یې پرېکړه کړې چې نور د پاکستاني طالبانو له ډلې (ټي ټي پي) سره خبرې نه کوي.
د جيونيوز د راپور له مخې، ثناء الله همدا راز ټینګار کړې چې په افغانستان کې مېشت پاکستاني طالبان د پاکستان پر ضد فعاليت کوي.
ده ويلي: «پاکستان پرېکړه کړې چې شواهد د طالبانو له حکومت سره شريک کړي چې په افغانستان کې مېشت تروريستان دلته (پاکستان) په تروريستي فعاليتونو کې لاس لري.»
د پاکستان د کورنيو چارو وزير زیاته کړې، چې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به د بل هيڅ هيواد پر ضد ګټه نه اخيستل کېږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير همدا راز ويلي، چې د دې هيواد د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې چې «د پاکستاني طالبانو له ډلې يا بل هر تروريستي سازمان سره نور خبرې نه کېږي.»
د ده په وينا، د پوځ لوی درسيز هم ټينګار کړی چې له «تروريستانو» سره بايد خبرې ونه شي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې بريدونه زيات شوي دي. دا هيواد ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی.
د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي چې له اسلام اباد سره د طالبانو د ژمنې بر خلاف، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارېږي.
وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير هم ويلي و چې د افغانستان طالبان بايد د پاکستاني طالبانو پټن ځايونه له منځه يوسي کنه نو پاکستان به په خپله اقدام وکړي. دې څرګندونو ته د طالبانو د دفاع وزير توند غبرګون وښود او ويې ويل چې «افغانستان بې څښتنه نه دی.»