سږکال له کندهار څخه شاوخوا ۸۸ زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي 

اطلاعات روز: د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، سږکال يې بهرنیو هېوادونو ته نږدې ۸۸ زره ټنه انار صادر کړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بنا اطلاعات روز ته وویل، سږکال د کندهار انار يوازې د ځمکې له لارې ګاونډ پاکستان، هند، عربي متحده اماراتو او روسیې هېوادونو ته صادر شوي دي.

نوموړی وایي، سږکال نه یوازې بڼوالو د طبيعي افتونو له امله زیان ولید بلکې سوداګرو د انارو د صادراتو پرمهال د پاکستان له لوري د سپين بولدک-چمن دروازې تړلو له امله هم زیانونه لیدلي دي.

د بنا په وينا:« د سږکال لپاره د انارو صادرات يوه مياشت وړاندې ختم شول چې موږ په مجموع کې سږکال ۸۸زره او ۶۲۵ ټنه د انارو صادرات لرل چې د هغو مبلغ ۴۸ميليونه ۸۶۶ زره او ۹۰۳ امريکايي ډالره کېږي.»

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال زیاتوي، تېرکال د تحولاتو او جګړو له کبله له دې ولايت څخه يوازې ۶۵۰ ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي وو.

همدارنګه د کندهار د انارو يوشمېر سوداګرو بيا د لارې په اوږدو کې بېلابېلو ستونزو له کبله له خپلو صادراتو ناخوښ برېښي.

د عزيزالله په نوم د انارو يو تن سوداګر وايي، سږکال د پاکستان حکومت له خوا د لارې بندېدو او د محصول ډیرېدو له درکه ورته په لکونو افغانيو زيان اوښتی.

د نوموړي په وينا:« هرکل چې پاکستان ته زموږ د انارو صادرات پېل شي نو د لارې په اوږدو کې د دوی حکومت موږ ته ډېرې ستونزې جوړوي، هرکال موږ ته په لکو، لکو افغانۍ تاوان رسیږي.»

هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو په دې برخه کې د افغان سوداګرو د ملاتړ ترڅنګ د هغوی ستونزو ته غوږ شي.

دغه راز د عصمت الله په نوم د انارو د باغونو اجاره دار او سوداګر وايي، سږکال يې د انارو محصولات بېلابېلو طبیعي افتونو ځپلي چې له کبله يې حاصلات کم شوي.

دغه سوداګر هم د طالبانو له سرپرست حکومت او مرسته کوونکو سازمانونو غوښتنه کوي ترڅو د کندهار د انارو او نورو وطني توليداتو لپاره نړیوال نندارتونونه جوړ کړي.

په ورته وخت کې کندهار کې د طالبانو د زراعت اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، د تېر کال په پرتله سږکال د کندهار د انارو حاصلات لس سلنه کم شوي دي.

د کندهار د زراعت اوبو او مالدارۍ رياست د ترويج مدير مولوي شمس الرحمن موسی وايي، سږکال د انارو باغ لرونکو ته د طوفانونو او طبیعي افتونو له کبله شاوخوا ۱۶۰زره ټنه حاصلات په لاس ورغلي.

دهغه په خبره، سږکال د کندهار په ارغنداب، خاکرېز، ارغستان، پنجوايي، ډنډ او دامان ولسوالۍ کې انارو ښه حاصلات ورکړي او له همدې درکه يې لسګونه زره امريکايي ډالره ګټه کړې.

که څه هم تېر کال کندهار کې د انارو حاصلات ډېر و خو د بېلابېلو تحولاتو او ستونزو له کبله سوداګر ونه توانېدل ترڅو د نړیوال بازار د تقاضا په اساس یې بهرنيو هېوادونو ته صادر کړي.