فراه کې د پاسپورټ امریت یو کارکونکی ووژل شو

اطلاعات روز: فراه کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، ناپیژانده کسانو د دغه ولایت د پاسپورټ امریت یو کارکونکی وژلی دی.

فراه کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد نسیم بدري یاد کس د شعیب په نوم یاد کړی او ویلي یې دي، چې نموړی نن (شنبه، ۱۷ د مرغومي) غرمه ۱۲:۰۰ بجې د فراه ښار څلورمې حوزې اړوند باغ نو سیمه کې وژل شوی دی.

د هغه په خبره، شعیب فراه ولایت کې د پاسپورټ امریت کارکونکی و.

د فراه امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړې، چې  د یاد کس په تور یي دوه شکمن کسان نیولي دي.

بدري یاده پیښه جنایي بللې، خو په اړه یې نور جزیات ندي ورکړي.