د رڼا پر لور تګ؛ هغه خلک چې خپله ډوډۍ د ښوونځي رغونې ته وقف کوي

اطلاعات روز: له کلونو راهيسې د مرکزي سيمو اوسېدونکي له محروميت او غير متوازن انکشاف څخه کړېږي او خپل ځانونه ورته هېر شوي ښکاري. د مرکزي سيمو ډېری اوسېدونکي د انکشافي برنامو لپاره انتظار کول عبث ګڼي، له همدې کبله د دې سیمو اوسېدونکي هڅه کوي چې له دې محدوديت سره مبارزه وکړي.

له سړکه بيا تر ښوونځي او بيا د روغتون تر رغونې پورې، هغه چارې دي چې د مرکزي سيمو اوسېدونکو پرې تر بل هر شي زيات لګښت کړی دی. دا راپور د هغه ښوونځیو په اړه جوړ شوی چې په سختو اقتصادي شرايطو کې د خلکو له لوري جوړ شوي دي، تر څو يې زده کوونکي – له جنسيتي توپير پرته – وکولای شي درس ووايي. خو داسې ښکاري چې دا لرليد اوس په ټولو ښوونځيو کې نه عملي کېږي.

د جګړې او تبعيض ميراث

يو لاس يې نشته، خو د مکتب د رغونې لپاره د ګڼو رضاکارانو تر منځ په يوه لاس بېلچه چلوي. دی تر نورو ډېره هڅه کوي تر څو يې معلوليت څرګند نشي او د خپلو ماشومانو د خوبونو په رښتيا کولو کې ونډه واخلي. دی وايي: «کلونه کېږي چې زموږ ماشومان په ګرمۍ او يخ کې له هر ډول امکاناتو پرته درس وايي. هڅه مو وکړه چې په تېر او اوس حکومت کې راته يو څوک د مکتب ودانۍ جوړه کړي، خو چا راته پام ونه کړ. اوس هم په خپلو اوږو دا رضاکارانه کار کوو.»

يوسف عادلي د پنځو اولادونو (څلور نجونې يو هلک) پلار دی. دی اووه کلن و چې د داخلي جګړو پر مهال خوږ شو. د روغتيايي اسانتياوو په نشتون او کورنۍ درملنې سره نه يوازې دا چې خوږ ځای يې جوړ نشو، بلکې لاس يې ورته غوڅ کړ. د لاس غوڅېدلو او د طالبانو لومړنۍ دورې، د نورو ميليونونو ماشومانو په توګه له زده کړو را وګرزاوه او د يوه معلول فرد په توګه يې محروميت او مشکلات ورته زيات کړل.

عادلي اوس ۳۸ کلن دی. دی وايي چې عمر يې د مکتب رغونې په تمه تېر شوی، خو دا محروميتونه نه ختمېږي او نور نه غواړي چې اولادونه يې هم په دې افسوس او محروميت کې را لوی شي.

د دايکندي ولايت د ميرامور ولسوالۍ د «نالج» سيمې دا اوسېدونکی چې د مکتب رغونې مالي توان نه لري، د نالج له نورو اوسېدونکو سره يو ځای په رضاکاره توګه د مکتب په رغونه کې ونډه اخلي.

په پام کې ده چې د نالج ښوونځی به په دوو پوړونو کې جوړ شي او د ۱۸ خونو په درلودو سره به د زده کوونکو او د ښوونکو ستونزه ورسره حل شي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

«نالج»

نالج د دايکندي ولايت ميرامور ولسوالۍ کې د يوې غرنۍ سيمې نوم دی. شاوخوا پنځه زره نفوس لري. د دې سيمې اوسېدونکي د خپل ژوند لګښتونه له مالدارۍ او کرنې څخه پوره کوي، خو په دې وروستيو کلونو کې د اقليمي بدلونونو او وچکالۍ له کبله سخت اغېزمن شوي دي. دې حالت د سيمې د اوسېدونکو فقر او کړاو نور هم ډېر کړی دی.

د دې سيمې خلک له دې طبيعي افتونو او ورځ په ورځ زياتېدونکي فقر څخه د ژغورنې لار د علم زده کړه ګڼي. دوی وايي چې که يې اولادونه باسواده شي او زده کړې وکړي، د ژوند حالت يې بدلېږي او له طبيعي زندان څخه خلاصون مومي. خو د زدکړييزو فرصتونو نشتون او محروميت پر دې لرليد سيوری غوړولی. له همدې کبله دې هدف ته د رسېدو په موخه د سيمې اوسېدونکو د ۱۴۰۱ کال په دوبي کې د يوه ښوونځي د رغولو کار پېل کړی دی.

ډوډۍ

د نالج اوسېدونکي وايي، سره له دې چې پانګه نه لري، خو راتلونکی لري او د هغې د جوړونې لپاره بايد له خپل هغه څه لګښت برابر کړي چې نه یې لري. د نالج يو بل اوسېدونکی ملاجان وايي: «موږ کمه ډوډۍ خورو تر څو وکولای شو چې د خپلو ماشومانو اړتيا پوره کړو. که مو تر دې وړاندې يوه ډوډۍ خوړه اوس نيمه ډوډۍ خورو او هوډ مو کړی چې ښوونځی او د خپلو اولادونو راتلونکی به جوړوو.»

د ملا جان په څېر د نالج ټول اوسېدونکي وايي، چې کلونه يې په دې انتظار تېر کړي دی چې دولت يا هم مرستندوی بنسټونه به يې زدکړييزو اړتياوو ته پام وکړي او د دوی په سيمه کې به ښوونځی جوړ کړي، خو د دوی دې غوښتنې ته هيڅکله هم پام ونشو. له همدې کبله دوی په خپله هڅه وکړه چې په هر حالت کې بايد له محروميتونو سره مبارزه وکړي او فرصت را منځته کړي.

په داسې حال کې چې که د نالج له زده کوونکو سره چانس ياري وکړي، نو د کال په لومړيو دوو مياشتو کې په مسجد يا هم د خلکو په کورونو کې درس وايي، خو دا چانس تل نه وي. دا ماشومان اړ کېږي چې د سړې هوا پر مهال د غره په لمنه کې د لمر لټون او د دوبي پر مهال د سيوري لټون وکړي، تر څو يو شی زده کړي. د سيمې اوسېدونکي سره له دې چې له فقر، وچکالي او بې‌کاري سره مخ دي، خو بيا هم هوډ لري چې ښوونځی ورغوي، مګر دا چې ښوونځی به څه وخت جوړېږي؟ څرګنده نه ده.

د دایکندي په میرامور کې د سپوک ابتدایه ښوونځی د دې ولایت یو له محرومو ښوونځیو څخه دی. انځور: ټولنیزې رسنۍ

د سيمې استازی او د نالج ښوونځي د رغونې د همږغۍ کميټې غړی حبيب قاسمي وايي: «کلونو کېږي چې زده کوونکو ته په خلاصه فضا او يا هم د خلکو په کورونو کې درس ويل کېږي. د يوه مشخص ځای نشتون او ستونزو د زده کوونکو پر انګېزې اغېز کړی و او د خلکو هم دې ته پام شوی و.»

په پام کې ده چې دا ښوونځی به په دوو منزلونو کې د خلکو په بودیجه په یوې ډالۍ شوې ځمکه کې ورغېږي. له نقشې سره سم، دا ښوونځی به ۱۸ اطاقه لري چې له دې څخه به ۱۴ اتاقه د زده کوونکو وي، له پاتې نورو څخه به د اداري څانګې، کتابخانې او د ښوونکو د ناستې – ولاړې لپاره استفاده کېږي. اوس مهال د دې ښوونځي ۲۵ سلنه کار بشپړ شوی دی. قاسمي وايي، چې د ښوونځي د کار بشپړېدل د خلکو له خوا د مالي بودیجې په ورکړه پورې اړه لري. «کار مو پيل کړی دی. خلک په رضاکاره توګه کار کوي او له غره ډبرې راوړي، خو سيمټ او د رغونې نور مواد بايد واخيستل شي چې په اوسنيو شرايطو کې يې خلک وس نه لري.»

د دې ښوونځي د رغونې لګښت پنځه ميليونه افغانۍ اټکل شوی دی او يوه اندازه لګښت يې د خلکو له خوا برابر شوی دی. د نورو لګښتونو را پيدا کول په باران او اقليمي وضعيت پورې تړاو لري.

د دې سيمې په ځينو ځايونو کې خلک د دوبي پر مهال د څښاک اوبو له ستونزې سره مخ وي، سرچينې وايي چې که وچکالي زياته نشي او کرنيز حاصلات زيانمن نه کړي، دوی به د ښوونځي کار ډېر ژر بشپړ کړي.

خلکو ۱۶ کاله وړاندې دغه ښوونځي د نالج په سیمه کې په خپلو شخصي امکاناتو جوړ کړی و چې او س بیا رغونې ته اړتیا لري. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

يوازينۍ ليسه

دا ګڼ نفوسه سيمه يوازې يوه ليسه لري. د هغې ودانۍ هم ۱۶ کاله وړاندې په ۱۳۸۵ کال کې خلکو جوړه کړې ده چې ۱۲ اتاقه لري. په دې کې يوازې له نهو اتاقونو د ټولګيو په توګه کار اخيستل کېږي، يو اتاق د مديريت او بل د سر معلم او درېيم د هغو ښوونکو لپاره دی چې له ليرې ځايونو راځي. د ښوونکو او کتاب تر کمښت هم جدي ستونزه د ټولګيو کموالی دی چې د نفوس د ډېرښت له امله را پيدا شوی.

امان داووديان چې د دې ښوونځي يو ښوونکی دی وايي چې د دې ليسې اوسنۍ ودانۍ هم بيا رغونې ته اړتيا لري.

د اسپوک ښوونځی

د سپوک ښوونځی د کډوالو په مالي لګښت جوړ شوی، خو ډیر کارونه یې لا پاتې دي او د اړتیا وړ وسایل نه لري. انځور: ټولنیزې رسنۍ

«سپورک» کلی هم د دايکندي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې دی. د دې کلي نفوس تر ۱۲۰ کورنۍ زيات دی او د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند چلوي. خو په دې وروستيو کلونو کې له اقليمي بدلونونو او وچکالۍ په زياته کچه اغېزمن شوي او د دوی مهم کرنيز محصول (بادام) يو په درېيمه کم شوي او د خلکو فقر يې نور هم زيات کړی دی. له دې سره – سره، د نورو ټولو مرستو تر څنګ هر کور يو من بادام د دې مکتب د رغونې لپاره ورکړي دي.

د نورو محروميتونو لکه کلينيک او سړک سره – سره دې سيمې تر ۱۳۹۴ کال پورې ښوونځی هم نه درلود او دا چاره د دې لامل شوې چې ماشومان په ځانګړې توګه نجونې له زده کړو پاتې شي. که څه هم د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) د دې حالت د جبران په موخه له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د خلکو لپاره لنډ مهالي ابتداييه کورسونه جوړول، خو د سيمې خلک وايي چې دې ښوونيزو کورسونو چندان اغېز نه درلود او د ښوونځي تشه يې نه شوای ډکولای. له بله اړخه، دولت هم دې ستونزې ته پام نه کاوه.

سرچينې وايي، چې د ابتدايه ښوونځي د رغونې لپاره د کلونو غوښتنې هيڅ پايله ورنه کړه، تر دې چې په ۱۳۹۷ کال کې خلک تر زيات ټينګار وروسته وتوانېدل چې له معارف وزارت څخه د يوه ابتداييه ښوونځي د رغونې منظوري واخلي. دا ښوونځی هيڅ ډول ښوونيز امکانات نه لري، خو له دې سره – سره د سيمې خلک ورته خوښ دي. د دې ښوونځي خپاره شوي انځورونه هم ښيي چې د ابتداييه دورې شاګردان د غره لمنې ته څېرمه په خلاصه فضا کې درس وايي. سرچينې وايي چې دې وضعيت د ۱۳۹۸ کال تر نیمایي پورې دوام درلود.

د افغانستان نیمایي ښوونځي ودانۍ نه لري. محمد اشرف غني د جمهوري رياست په دويمه دوره کې د شپږ زره ښوونځيو د جوړولو ژمنه وکړه خو عملي يې نه کړه. انځور: DW

د ۱۳۹۸ په دوبي کې اسټراليا مېشتي افغان مهاجر خادم فياض دې ښوونځي ته څلور خيمې ډالۍ کړې. دا مهاجر وايي: «د مهاجرت ژوند اسانه نه دی، خو کله چې مې د زده کوونکو انځور وليد او پوښتنه مې وکړه، دې پايلې ته ورسېدم چې د پوهاوي د خپرولو لپاره کم تر کمه يو څه وکړم.»

سرچينې وايي، چې په ښوونځي کې د دې خيمې لګېدلو د زده کوونکو د زده کړې پر کچه اغېز وکړ او مهاجرين يې وهڅول چې د زده کړې او زده کوونکو لپاره ډېر څه وکړي.

د ۱۴۰۱ کال په دوبي کې، خادم فياض له نورو همکارانو سره يو ځای چې د «تعاون سبز» بنسټ له لارې فعال دي او اکثريت يې مهاجرين دي، د اسپوک ښوونځي د رغونې کار پيل کړ. فياض وايي چې په افغانستان کې لنډمهالي کارونه ډېر شوي دي او لنډ مهالتوب يې ډېری فرصتونه او سرچينې ضايع کړې دي. «موږ د تعاون سبز بنسټ له لارې غوښتل چې د زده کوونکو د خيمې ستونزه حل کړو. کله چې مو د زده کړې لپاره د زده کوونکو عزم وليد، له خپلو ملګرو او د سيمې له خلکو سره مو خبرې وکړې. په همدې توګه مو د اسپوک د ابتداييه ښوونځي د رغونې کار را پيل کړ.»

د اسپوک ابتداييه ښوونځی شپږ معياري خونې لري او ۹۶ سلنه کارونه يې په پاخه ډول بشپړ شوي دي. د دې ښوونځي د رغونې ټول لګښت يو ميليون او ۹۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی. په دې لړ کې يو ميليون او ۴۰۰ زره افغانۍ لګول شوې دي او تر ۵۰۰ زره ډېرې افغانۍ د رغنيز کار د بشپړېدو او تجهيزاتو د پير لپاره پاتې دي.

له دې سره – سره، سږ کال په ژمي کې د منځنۍ کچې زده کوونکو لپاره ژمني زدکړييز کورسونه په هغو ټولګيو کې جوړ شوي چې کړکۍ يې ښيښې نه لري. د ۱۴۰۲ کال د پسرلي له پيله بايد د منځنۍ او ليسې دورې زده کوونکي له پېچومو ډکه لس کيلومتره لار ووهي، تر څو د ميرامور ولسوالۍ تګاب ليسې ته ورسېږي. دې پېچلو لارو، د نجونو د ژوند پېچومي زيات کړي او يو شمير يې له زده کړې محرومې شوې دي.

له دې ستونزو سره – سره، په اسپوک کلي کې شاوخوا ۲۵ زده کوونکي هر کال توانېږي چې له مکتبه فارغ شي، له دې منځه نيم يې کولای شي چې له نورو خنډونو تېر او پوهنتون ته لار پيدا کړي.

د دغه ښوونځي د جوړولو لګښت د باران بنسټ په همکارۍ د مهاجرینو له خوا ورکړل شوی دی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د سرتاله سيد احمد ليسه

دا لېسه د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ د شمالي برخې په يوه ليرې پرته سيمه کې جوړه شوې ده. ۱۲ درسي صنفونه، يو دفتر، د مطالعې لپاره کتابتون، لابراتوار، کمپيوټر ليب، ګودام، دشپې اوسېدونکو ښوونکو لپاره د اوسېدو ځای او بشپړ روغتيايی خدمات لري.

د دې ليسې لس ښوونکي د هغې سيمې نه دي چې ښوونځی پکې جوړ شوی دی او اړ دي چې په ښوونځي کې شپه تېره کړي. د دې ښوونځي ټول لګښت «باران بنسټ» د خلکو په همکارۍ سره ورکړی دی.

له دې سره – سره، اوس خلکو د زده کوونکو د زده کړې په خاطر ښوونکي استخدام کړي دي او تر څلورم ټولګي پورته زده کوونکو ته زده کړې وړيا دي.

د «باران بنسټ» مسوولين چې اکثريت يې مهاجر دي، وايي چې د دې خدماتو مياشتنی لګښت ۸۰ زره افغانۍ کېږي چې دوی يې ورکوي. د دوی په وينا، تر اوسه ۱۳۰ لکه افغانۍ د دې ښوونځي پر رغولو لګول شوې دي او پلان دادی چې د احاطې کار يې هم سږ کال پيل شي او شاوخوا ۱۵ لکه افغانۍ لګښت پرې کېږي.

دا ښوونځی نهه درسي اتاقه لري، د رغونې لګښت يې څلور ميليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی چې له دې جملې درې ميليونه او ۲۰۰ زره افغانۍ مصرف شوې. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د کاريزپاتو ابتداييه ښوونځی

د جاغوري ولسوالۍ په «پاتو» سيمه کې د سرکاريز ابتداييه ښوونځی جوړ شوی دی. دا ښوونځی نهه درسي اتاقه لري، د رغونې لګښت يې څلور ميليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی چې له دې جملې درې ميليونه او ۲۰۰ زره افغانۍ مصرف شوې دي. دا لګښتونه «تعاون سبز» بنسټ د افغان مهاجرينو او اغاخان بنسټ په همکارۍ برابر کړي دي.

د «باران بنسټ» يو غړی امين حيدري وايي: «هر هيواد په زده کړه سره پرمختګ کوي او افغانستان ورته ډېره زياته اړتيا لري.»

د حيدري په وينا، د زده کړې حق بايد سياسي نشي او ټول بايد له جنسيتي توپير پرته زده کړې وکړي تر څو افغانستان په ټولنيزه او اقتصادي توګه پرمختګ وکړي. په داسي حال کې چې اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو ان د زده کړې له حق څخه هم په هره کچه محرومې دي.

دی له خلکو غواړي چې تر بل هر شي دې زيات لګښت پر زده کړو وکړي. «تعاون سبز» او «باران بنسټ» چې د مهاجرينو له خوا چلېږي، تر اوسه يې په څو ولايتونو لکه غور، غزني، دايکندي، ميدان وردګ، باميان او کابل کې کتابخانې جوړې کړي، مفت ښوونيز مرکزونه يې جوړ کړي، ښوونځي يې رغولي، د زده کوونکو ملاتړ يې کړی او همدا راز سړک، پل او ورزشي ځايونه يې جوړ کړي دي. د دې بنسټونو چلوونکي وايي چې د دوی موخه د ټولو په ځانګړې توګه نجونو او ښځو لپاره د زده کړيیزې زمينې په برابرولو کې ونډه اخيستل دي.

په همدې حال کې، هغه مهاجرين چې «تعاون سبز» او «باران» بنسټ يې  جوړ کړي، وايي چې که څه هم د افغانستان په داخل او بهر کې د افغانانو وضعيت ښه نه دی، خو له دې سره – سره بايد د وضعيت د ښه کولو په موخه ګډې هڅې وکړي په ځانګړې توګه د معارف او تحصيل لپاره.

په داسې حال کې چې د افغانستان اکثريت مهاجرين د تخصصي او مسلکي زده کړو د نشتون له کبله په شاقه رغنيزو چارو کې بوخت وي او اړ وي چې په اونۍ کې شپږ ورځې کار وکړي.

د نالج ښوونځي د رغنیزو چارو په اړه د حساب ورکولو غونډه. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

يادونه: په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د معارف يوه جدي ستونزه د درسي ځای نشتون و. دا ستونزه نه يوازې په کليو بلکې په لويو ښارونو کې هم وه او زده کوونکو په خلاصه فضا کې درس وايه. له شته معلوماتو او سرچينو سره سم، په افغانستان کې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري. دا ستونزې په ولايتونو په ځانګړې توګه غرنيو ولايتونو کې زياتې دي. د افغانستان د معارف وزارت له راپور سره سم، يوازې د دايکندي ۶۰ سلنه ښوونځيو تر ۱۳۹۴ کال پورې ودانۍ نه درلودې او په ځينو سيمو کې ښوونځي له بعضي سيمو ۲۰ کيلو ميټره ليرې و. محمد اشرف غني د جمهوري رياست په دويمه دوره کې د شپږ زره ښوونځيو د جوړولو ژمنه وکړه خو عملي يې نه کړه او په ۱۳۹۸ کال کې يې يوازې د دوه زره او ۷۰۰ مکتبونو د جوړولو کار پيل کړ، روښانه نه ده چې د دې ښوونځيو د رغېدلو کار به اوس تر کومه ځايه رسېدلی وي.