مرکزي بانک افغانستان سره د نغدي بشري مرستو بندېدل رد کړل

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان مرکزي بانک په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې پر افغانستان د نغدي بشري مرستو بندېدل رد کړي دي.

په دې وروستيو کې د مرکزي بانک د وياند په خواله ځينې راپورونه خپاره شوي وو چې نغدي بشري مرستې بندې شوې دي.

مرکزي بانک نن (يکشنبه، ۱۸ د مرغومي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا راپورونه له حقيقته لېرې ګڼلي دي.

مرکزي بانک ويلي، چې د هر هغه اصولي اقدام درناوی کوي چې هيواد ته بهرني اسعار راوړي او د ټولنې له اړمنو افرادو سره مرسته کوي.

تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۱ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۳۰ زیاتې کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي.

د مرکزي بانک له شمیرو سره سم، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نړيوالې ټولنې تر يو ميليارد او ۷۹۳ ميليون ډالره ډېره نغدي مرسته کړې.

د ۴۰ ميليونه نغدي ډالرو وروستۍ کڅوړه د تېرې میاشتې چهارشنبې ورځ ۲۳ د لیندۍ هيواد ته را رسېدلې وه.

تر دې وروسته د نغدي ډالرو د را رسېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی؛ وړاندې به په اونۍ کې يوه يا دوې ۴۰ ميليوني کڅوړي کابل ته راتلې.

د بشري نغدي مرستو د بنديدو خبره په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو په بشري سازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی دی. دې پرېکړي نړيوال غبرګونونه را پارولي او ځينو مرستندويو بنسټونو خپل فعاليتونه درولي دي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټين ګريفيتس په داخلي او خارجي موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز ۲۸ ميليون وګړو ته د مرستې رسولو پر بهير يو ګوزار بللی دی.

ده زياته کړې چې که د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بنديز ليرې نشي، د ملګرو ملتونو مرستې دوام نه شي کولای.

نوموړي ويلي، چې د دې حالت په تړاو به ژر کابل ته سفر وکړي. دی وايي: «د ښځو له کار کولو پرته، موږ نشو کولای ښځو او نجونو ته چې د بشري مرستو لومړی هدف دي، مرستې ورسوو.»