د طالبانو له امارت سره د کار کيسې؛ «هره ورځ احساس کوم لکه زندان ته چې ځم»

اطلاعات روز: د يو شمېر وزارتونو، عمومي رياستونو او ملکي خدماتو د ادارو کار کوونکي وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې کاري مصئونيت نه لري او د خپلې دندې د خونديتوب په خاطر د طالبانو د جبري فرمانونو او اوامرو له منلو پرته بله چاره نه لري.

طالبانو تېر کال واک ته تر رسېدلو وروسته د پخواني دولت له کارمندانو او د ملکي خدماتو له کارکوونکو وغوښتل چې خپلو دندو ته دې بيرته راشي. د پخوانيو کارکوونکو بيرته راتګ له شرطونو پرته نه و. د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې تېر کال د کب مياشت کې امر وکړ چې د دولت کارمندان بايد «خپله بڼه د پیغمبر له سنتو سره سمه جوړه کړي او ښځې دې اسلامي حجاب مراعت کړي.» طالبانو غوښتل چې نارينه کارمندان بايد ږيره پرېږدي، خولۍ پر سر کړي او محلي جامې واغوندي او ښځې بايد يوه ازاده جامه چې رنګ يې تور وي واغوندي. طالبان دغو سپارښتنو کې وايي، چې بې ږيرې خلک په دولتي ادارو کې د بستونو د اشغالولو حق نه لري او د بې حجابه ښځو راتګ هم «ممنوع» دی.

دولتي ادارو ته د دې امر تر کولو وروسته تقريبا ټولو کارکوونکو ږيرې پرېيښې دي او محلي جامې اغوندي، او د طالبانو د دعوت او ارشاد څانګه چې په ټولو ادارو کې جوړه شوې د دې چارې څارنه کوي. د دولت د کارمندانو په وينا، دا اداره د کارکوونکو د مجازات او حتا ګوښه کولو واک لري. د طالبانو فرمانونه يوازيې تر جامو او ږيرې پورې نه دي محدود. د دولت کارکوونکي هره ورځ د طالبانو د دعوت او ارشاد ادارې له لوري نوي فرمانونه تر لاسه کوي.

د عدليې وزارت يوه کارمند چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وایي، چې د امر بالمعروف ادارې کارکوونکي ادارو ته ورځي او د کارمندانو ږيرې اندازه کوي. «د کارمندانو ږيرې بايد يوه قبضه وي او په لاس کې ونيول شي». دی وايي چې يو ځل د يوه کارمند ږيره د طالبانو تر ټاکلې اندازې کمه وه، له هغه يې عکس واخيست او اخطار يې ورکړ چې که يې بيا ږيره کمه کړې وه، وبه شړل شي.

تر دې وړاندې ځينو سرچينو له بادغيس ولايت اطلاعت روز ورځپاڼې ته ويلي و چې طالبانو د دولتي کارمندانو ږيرې اندازه کړې دي او د کومو خلکو چې ږيرې کمې وې، هغوی يې له يوه تر دوو ساعتونو زنداني کړي.

دغه راز د طالبانو يو مکتوب په رسنيو کې خپور شوی و، په هغه کې طالبانو د کندهار دولتي کارکوونکو ته امر کړی و چې ږيرې دي پرېږدي او لنګوټې دي وتړي، که يې «له دې امره سرغړونه وکړه، محکمې ته به معرفي شي او له دندې به وشړل شي.»

همدارنګه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مامورينو د بهرنيو چارو وزارت او اداره امور کار کوونکو ته د ږيرې نه درلودلو له امله کار ځای ته د تللو اجازه نه ورکوله.

د ږيرې جبري والی په ادارو کې د هغو کسانو لپاره په يو جنجال بدل شوی چې ږيره يې نه غټېږي. علي (مستعار) د يوې دولتي ادارې کار کوونکی دی، په لومړيو ورځو کې به د ږيرې د کموالي له امله هره ورځ شړل کېده او په ځينو وختونو کې به د طالبانو له توندو خبرو سره هم مخ کېده. «يوه ورځ د دفتر ساتونکو دفتر ته د ننوتلو پر مهال له ما وپوښتل چې ږيره مې ولې کمه ده. ما غوښتل چې ځواب ورکړم، بل يوه وخندل او په پښتو يې وويل چې دوی د چنګيز نسل (هزاره وو ته اشاره ده) دی او ږيرې نه لري.»

په مسجد کې حاضري

دولتي کارمندان وايي، چې له کاري مسووليتونو پرته بايد هره ورځ يو ساعت په عقيدتي ټولګيو کې ګډون وکړي چې د طالبانو له خوا برابر شوي دي او د هغوی ديني پوښتنو ته ځواب ووايي. د دوی په وينا، د طالبانو د دعوت او ارشاد مامورين په دې غونډو کې د «لمانځه د فضيلتونو»، «ديني اساساتو» او «اسلامي ادابو» په اړه خبرې کوي.

تر دې وړاندې رسنيو کې يو مکتوب خپور شوی و چې د طالبانو د ماليې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د عمومي داخلي تفتيش له کارکوونکو او د دې وزارت له اجيرانو «عقيدوي» ازموينه اخيستله. له ماليې وزارت څخه يوه سرچينه دا خبر تاييدوي او وايي چې د مکتوب تر خپرېدو او د کارکوونکو تر نیوکې وروسته دا ازموينه ځنډيدلې ده.

له بله اړخه د يوه دولتي ښوونځي ښوونکی د خپل نوم د پټ پاتېدو په شرط اطلاعات روز ته وويل چې طالبانو درې مياشتې وړاندې د دولتي ښوونځيو له ښوونکو د «ديني معلوماتو د ارزونې» ازموينه اخيستې ده. د دې ښوونکي په وينا، د پوښتنو کومه محتوا چې تر ديني ازموينې وړاندې طالبانو ښوونکو ته توزيع کړې وه، د اسلام د دين يو ډېر سليقوي او سخت تعبير و.

د دولتي کارکوونکو لپاره په لمونځونو کې ګډون ضروري دی. دولتي او د ملکي خدماتو کارکوونکي وايي چې طالبانو وړاندې ټولو ته امر کړی و چې د جماعت لمانځه ته بايد حاضر وي. د کابل ښار له معارف رياست څخه يوه سرچينه وايي چې لومړی د دې ادارې د کارمندانو حاضري د لمانځه په صف کې اخيستل کېدله او کوم څوک چې به نه و راغلي، هغوی به غير حاضر ګڼل کېدل.

د پخواني دولت کارکوونکي هره شېبه د طالبانو له ترټنې، توهين او سپکاوي سره هم مخ دي. د عدليې وزارت يو کار کوونکی وايي چې د طالبانو مبلغ په خپلو خبرو کې وايي چې دولتي ادارې د «شراب څښلو»، «عياشۍ» او «فحاشۍ» ځايونه وو او «اوس د شکر ځای دی چې ادارې اسلامي شوې دي.»

يوه پخواني پوليس افسر وويل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو تر منځ، پخواني امنيتي سرتېري په «انګريزانو» (نامسلمان ته اشاره ده) مشهور دي او هغوی د «کفارو د نوکرانو» او «مشرکينو» په نوم يادېږي.

هره شېبه له دندې د شړل کېدو شونتيا

د طالبانو تر راتلو او د دوی له لوري د يو شمېر دولتي ادارو تر لغو کېدو وروسته د پخواني دولت په زرګونو کارمندانو خپلې دندې بايللې دي. يو شمېر يې بيا يو څو مياشتې وروسته بيرته کار ته ولاړل خو دويم ځل بيا بې‌کاره شول او ډېری نور يې په دې وېره کې دي چې خپلې دندې به وبايلي.

سعيد (مستعار) د کابل په يوه زندان کې ساتونکی و، د روان کال د وري/حمل په مياشت کې له خپلو ۳۰ نورو همکارانو سره په يوه ورځ بې‌کاره شو او نويو خلکو يې ځای ونيوه. دا نوي خلک ټول طالبان وو. تر دې وړاندې د ملکي خدماتو د کارکوونکو د شړل کېدو خبرونه له بلخ، فراه، دايکندي او يو شمېر نورو ولايتونو څخه ورکړل شوي وو.

د دولت کارمندان ادعا کوي چې کوم خلک د طالبانو له لوري تازه ټاکل شوي دي، په لنډ وخت کې پر لويو دندو ګومارل شوي او د پخوانيو کارکوونکو ځای نيسي.

د طالبانو د کډوالو، معارف، بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو څخه سرچينې په دې راپور کې وايي، چې يو شمېر کسان له کوم موجه دليل پرته د طالبانو له لوري ګوښه شوي او نوي خلک يې پر ځای ټاکل شوي دي. په ګوښه شويو کې خدماتي کارکوونکي هم شامل دي.

په تېر يوه کال کې د طالبانو د رهبر ملا هبت الله آخوندزاده د بېلابېلو فرمانونو پر اساس د ټولو وزارتونو، معينيتونو، عمومي رياستونو، ولايتي رياستونو، امنيتي او خدماتي ادارو ته نوي کسان ټاکل شوي دي. په ډېر زيات اکثريت سره په ادارو کې تازه ټاکل شوي کسان د طالبانو د ډلې غړي دي او په ندرت سره يې ځيني داسې خلک هم ګمارلي چې له دې ډلې څخه نه دي.

د دولتي کارمندانو په وينا، په ټيټه کچه هم د نويو کارمندانو د منل کېدلو معيار «امارتي» والی دی. ډېری خلک چې اوس په ادارو کې ګمارل کېږي پوهه او تجربه نه لري او د مسلک او تخصص پر خلاف ګمارل کېږي. په ټولو دولتي ادارو کې پخوانيو کارمندانو ته امر کېږي چې له نويو ګمارل شويو سره دي جدي همکاري وکړي، تر څو هغوی له کار سره بلد شي. «کله چې نوي ګمارل شوي له کار  سره بلد شي، نو پخواني کارمندان له دندو شړل کېږي.»

د طالبانو د کډوالو چارو له وزارت څخه يوه سرچينه وايي، چې د طالبانو يو شمېر غړي دشپې له لوري د کډوالو چارو د وزير د کور ساتونکي وي  او د ورځې له خوا يې موټر چلووونکي وي، «په داسې حال کې چې شپږ نور موټر چلوونکي يې څلور مياشتې معاش ته منتظر کړي وو او وروسته يې وشړل.»

طالبان پخواني مامورين يوازې د دندو په شړلو سره نه مجازات کوي، بلکې ځينې کارمندان د دندو له تنزيل سره هم مخ شوي دي او اړ دي چې تر خپل پخواني بست څو چنده په لاندې بست کې کار وکړي. سرچينې وايي، چې طالبانو د يوې ادارې د سوانحو آمر په يوه لېرې پروت ولايت کې پنځم بست ته بدل کړی دی. د سرچينو په وينا، په هره اداره کې د څو کسانو بستونه د بېلابېلو دلايلو له کبله تنزيل شوي دي.

له بله اړخه دولتي کارکوونکي وايي، چې په ادارو کې د کورنۍ غړي هم ټاکل کېږي. د کډوالو چارو له وزارت څخه يوه سرچينه وايي، چې د دې وزارت معين او رييسانو خپل زامن او نږدې خپلوان کډوالو او بې‌ځايه شويو ته د مرستې رسونې په نړيواله پروژه (PPA) کې د کارکوونکو په توګه معرفي کړي دي. «مالي او اداري معين خپل دوه زامن پکې ګمارلي. کار پخواني کارمندان کوي، خو سفرونه او امتيازات د دوی زامن اخلي.»

تر دې وړاندې هم د عدليې وزارت په اړه راپورونه ورکړل شوي وو چې د کورنۍ غړي پکې پر دندو ګمارل شوي دي. د طالبانو د کډوالو چارو د وزارت پر ويبپاڼه ليکل شوي چې په دې پروژه کې ټاکنې د ازادې سيالۍ له لارې شوې دي، خو په دې ويبپاڼه کې د رقابتي ازموينو په اړه هيڅ خبرپاڼه نه موندل کېږي.

د طالبانو ډېری جنګيالي له موډرنو علومو سره د نه بلديت او زدکړييزو اسنادو د نشتون له کبله تر اوسه پر کار نه دي ګمارل شوي، که څه هم په ادارو کې يې د ټاکلو هڅې روانې دي. له معارف وزارت څخه يوه سرچينه وايي، چې طالبانو خپل زرو جنګياليو ته يوه سپارښتي ازموينه برابره کړې تر څو له دې لارې له ښوونځي د فراغت سند لاس ته راوړي او د کار خاوندان شي.

د ښځو تشه

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو چارو وزارت لغوه کړ او په دولتي ادارو کې يې د جنډر رياستونه هم حذف کړل او له کارمندانو يې وغوښتل چې تر راتلونکې خبرتيا پورې دي دندو ته نه راځي. تر يوه کال زياته موده کېږي چې ښځې بيرته کار ته د تللو اجازه نه لري او په ډېری ادارو کې نوي افراد د هغوی پر ځای ټاکل شوي دي.

د کال په پېل کې طالبانو د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون او ملکي خدماتو ۱۱۰ ښځينه کارکوونکې له دندو ګوښه کړې. همدا راز ۱۵۰ ښځې په بلخ ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو له ادارې څخه وشړل شوې. تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ هم له ښځينه کارمندانو غوښتي و چې په کور کې دې پاتې شي. دا مهال په ډیری دولتي ادارو کې د ښځو شتون په ډېره ټيټه کچه کې دی.

د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بنديز په غبرګون کې د افغانستان ښځو په ځلونو اعتراضونه کړي دي، خو دا اعتراضونه ځپل شوي او چا چې دا اعتراضونه کول هغوی نيول شوي او مجازات شوې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ماليې وزارت ويلي و چې طالبانو له ښځينه کارمندانو غوښتي دي چې د خپلې کورنۍ نارينه غړي دي پر خپل ځای معرفي کړي. که څه هم دا ښځې د خپلو کورنيو سرپرستې او يوازينۍ ګټيالۍ دي، نور څوک يې نه درلودل چې پر خپل ځای يې معرفي کړي، له همدې کبله يې خپلې دندې وبايللې.

يوناما، د بشر حقونو څار سازمان، اروپايي اتحاديې د بشري او ښځينه حقونو مدافعو بنسټونو د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز په تړاو انديښنه ښودلې. البته که څه هم کم شمېر ښځې د طالبانو په ادارو کې په کار بوختې دي. له معارف، بهرنيو چارو، کابل ښاروالۍ، کډوالو او ماليې وزارتونو څخه هم سرچينې وايي چې اکثريت ښځې له دندو شړل شوې دي او يو کم شمير يې کار له کوره کوي او مياشتني حقونه يې ورکول کېږي.

د روان کال پر مهال طالبانو د «ښځينه محتسبينو» په نوم د يوې نوې ادارې د جوړېدلو خبر ورکړ او په رسنيو کې د ښځينه پوليسو ځيني انځورونه هم خپاره شول، په دې توګه يې غوښتل چې په خپل حکومت کې د ښځو ونډه په يو توګه وښيي. د ښځينه حقونو د فعالانو په وينا، دا ښځې د جنګي او انتحاري طالبانو د کورنيو غړې دي او غواړي چې ښځينه اعتراض کوونکې وځپي او په هيواد کې د مجازات ، ځپنې او اختناق فضا نوره هم ټينګه کړي.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ يو کال پوره کېږي، خو هيڅ هيواد هم تر اوسه د دې ډلې دولت په رسميت نه دی پېژندلی. نړيوالو چارواکو او بنسټونو ويلي دي چې که طالبان له نړۍ سره مثبت تعامل کول غواړي نو بايد د کار د حق په شمول د ښځو حقونه په رسميت وپېژني، خو طالبان وايي چې د ښځو حقونه يوازې د «اسلامي قوانينو» په چوکاټ کې دننه مني او بانديني اړخونه بايد د افغانستان په «داخلي چارو» کې لاسوهنه ونه کړي. له دې سره – سره، د طالبانو سخت دريځي چلند او بنديزونو د افغانستان په ادارو کې کاري فضا ډېره سړه او زړه تنګې کړې. حامد (مستعار) چې په يوه وزارت کې کار کوي، له اوسنيو حالاتو سخت ستړی او ناهيلی دی. دی وايي «طالبان فکر کوي چې پر يوه ځنګل واکمن شوي دي او نا اهلي موجودات بايد اهلي کړي. له چلنده يې موږ ټول سخت ستړي يو. هره ورځ چې له کوره کار ته ځم، احساس کوم چې زندان ته روان يم.»