خوست کې په وژنو تورنه یو ډله نیول شوې

اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو د استخباراتو مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې په وژنو تورنه یو ډله نیولې، چې د پیسو په بدل کې یې خلک قتلول.

خوست کې د طالبانو د استخباراتو ریاست نن (دوشنبه، ۱۹ د مرغومي) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د یوې شپږ کسیزې ډلې د نیول کیدو خبر ورکړی.

له دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یاد کسان د تڼیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او د یوه تورن له قوله ویل شوي چې یوه ملګري یې څه موده وړاندې د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې د یو کس د وژلو پلان برابر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې او له امله یې خوست میشتي اندېښمن شوي دي.