خلیل الرحمن حقاني: د مرستندویه بنسټونو یو کیلو مرسته ستونزه نه هواروي

اطلاعات روز: په داسې حال چې په افغانستان کې له اړمنو سره د بشري مرستو د بندېدو په تړاو اندیښنې مخ په زیاتیدو دي د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي سره په لیدنه کې ویلي چې «یو یا دوه کیلو مرسته د افغانانو ستونزه نه هواروي.»

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د دغه وزارت سرپرست د ناروې د کډوالو شورا له عمومي منشي یان ایګلند سره په لیدنه کې له داخلي بې ځایه شویو سره د مرستو په اړه خبرې کړې دي.

انګلند ویلي، چې د کډوالو شورا په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له ۸۵۰ زره کسانو سره مرسته کړې او په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم له ۷۰۰ زرو نورو کسانو سره مرسته وکړي.

د کډوالو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، چې انګلنډ ژمنه کړې چې د شرعي او افغاني کلتوري ارزښتونو پر بنسټ به دغه مرستې تنظیم کړي؛ خو طالبان باید ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

اعلامیه کې د خلیل الرحمن حقاني په حواله لیکل شوي، چې طالبان هڅه کوي چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره شرعي چوکاټ رامنځته کړي.

هغه ټینګار کړی چې بشري مرستې باید مشروطې نه وي.

نموړي زیاته کړې: «زموږ او ستاسو موخه له اړمنو سره مرسته ده. که یوه لار بنده وي، نورې لارې خلاصې دي. موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې په دې برخه کې له تاسو سره بشپړه همکاري لرو؛ خو یو کیلو یا دوه کیلو مرسته د افغانانو ستونزه نه هواروي.»

حقاني ویلي، چې بهرنيان بايد د افغانستان په اړه په بیړه پریکړه ونه کړي.

طالبانو په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. دې کار نړیوال غبرګونونه راپارولي او ځینو مرستندویه موسېسو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

په دې وروستیو کې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز د څه باندې ۲۸ میلیونو خلکو د مرستې رسولو ظرفیت ته یو ګوزار بللی دی.

هغه زیاته کړې، که د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز لېرې نشي، د ملګرو ملتونو مرستې دوام نه شي پیدا کولی.

ګریفیتس ویلي، چې دی به ډیر ژر کابل ته سفر وکړي چې د دې «بندیز» په اړه خبرې وکړي. هغې زیاته کړې: «د ښځو له کار پرته، موږ نشو کولی هغو خلکو ته مرستې برابرې کړو چې په حقیقت کې د ښځو او نجونو لپاره د بشري مرستو لومړني هدفونه دي.»