انځور: ارشیف

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو نسبي رالویدل؛ یو امریکایي ډالر ۹۰ افغانۍ شو

اطلاعات روز: د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه د تېرو ورځو په پرتله په نسبي ډول لوړه شوې ده.

نن سهار (دوشنبه، ۱۹ د مرغومي) د افغانستان د اسعارو د تبادلې په لوی مرکز سرای شهزاده کې یو ډالر په ۹۰ افغانیو تبادله شوی دی.

مرکزي بانک چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، تر اوسه د ډالرو نرخ نه دی خپور کړی.

دغه بانک تېره ورځ د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.

د ډالرو بیه په داسې حال کې لوړه شوې چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې کابل ته نغدي مرستې نه دي رسیدلي.

ویل کیږي چې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې له افغانستان سره بشري مرستې ځنډول شوي؛ خو مرکزي بانک دغه ادعا ردوي. په ورته وخت کې، د مرکزي بانک دننه ځینې سرچینې د نغدي مرستو ځنډول تاییدوي.

تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۱ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۳۰ زیاتې کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي.

د مرکزي بانک د شمېرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ټوله اندازه له یو میلیارد او ۷۹۳ میلیونو ډالرو ته رسېدلی ده.

ملګري ملتونه وايي، طالبان مرستو ته لاس رسی نه لري، خو دا پیسې د مرستندویه ادارو د بشري چارو لپاره دي.

ویل کیږي چې مرکزي بانک هغه نغدي مرستې چې هیواد ته داخلیږي د افغانیو د ثبات لپاره کاروي.

د طالبانو تر راتګ وروسته افغانستان د نغدي ډالرو له بحران سره مخ شوی. په بهر کې د دې هيواد ډالري زېرمي کنګل شوې او د افغانيو ارزښت ډېر زيات رالویدلی دی.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو لوړیدل د هیواد په بازارونو کې د توکو په نرخونو مستقیم اغیز پریباسي ځکه چې افغانستان ته ټول مالونه په ډالرو واردیږي.