د نیمروز طالبان: تر دې وروسته به غیردولتي موسېسو کې ګمارنې د والي په حکم کېږي

اطلاعات روز: نیمروز ولایت کې د طالبانو د اقتصاد ریاست غیردولتي موسېسو ته په یوه مکتوب کې ویلي، چې تر دې وروسته به د کارکوونکو ګمارنه د دې ډلې د والي د حکم له مخې ترسره کېږي.

دغه ریاست موسېساتو ته په ليږل شوي مکتوب کې د کارکوونکو د ګمارنې لپاره د یوې کمیټې د جوړیدو خبر ورکړی دی.

په دغه مکتوب کې ویل شوي چې له دې وروسته به په موسېساتو کې ګمارنې د نیمروز لپاره د طالبانو د والي د حکم له مخې ترسره کیږي.

نيمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حبيب الله الهام هم دغه مکتوب تاييد کړی، خو په اړه یې ډیر جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو په دې وروستیو کې په غیردولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی. د طالبانو دغه اقدام نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.