انځور: ارشیف

د ناروې د کډوالو شورا: طالبانو ژمنه کړې چې ښځو ته به د کار اجازه ورکوي

اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا منشي يان اګلند چې کابل ته يې سفر کړی و، وايي طالب چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په مرستندويو بنسټونو کې به ښځو ته د کار اجازه ورکوي.

دی وايي چې په کابل کي يې د طالبانو د اقتصاد، کډوالو او خارجه وزراتونو له سرپرستانو سره ليدلي دي.

اګلند د بي بي سي له پښتو څانګې سره په خبرو کې ویلي چې یادو طالب چارواکو ژمنه کړې چې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار لګول شوی بنديز به ليرې کړي.

د ده په وينا، دا چې دا فرمان به څه وخت لغو کېږي، معلومه نه ده.

د ناروې د کډوالو سرمنشي ويلي، چې د ښځو پر کار د بنديز فرمان له کندهاره د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده ورکړی دی.

يان اګلند زیاته کړې، چې هوډ يې کړی سبا (چهارشنبه، ۲۱ د مرغومي) کندهار ته سفر وکړي او هلته به د علماوو له شورا او د طالبانو له والي سره ويني. دی وايي چې د طالبانو غړو ورته ويلي چې د دوی مشر له چا سره نه ګوري.

دی وايي چې د ښځو د بيا کار پيلولو لپاره د طالبانو نوي فرمان ته ضرورت دی.

د ناروې د کډوالو شورا او ځينو نورو سازمانونو په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بنديز ته په غبرګون کې خپل کارونه په افغانستان کې درولي.

يان اګلند وايي چې له مرستندويو ښځو پرته نشي کولای چې په افغانستان کې فعاليت ته دوام ورکړي.