د سالنګ لويه لار د سختې واورې ورېدو له امله وتړل شوه

اطلاعات روز: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د سختې واورې ورېدو او شديد توپان له امله د سالنګ لويه لار تړل شوې ده.

دې وزارت نن (چهارشنبه، ۲۱ د مرغومي) د دې خبر په خپرولو سره ويلي، چې هڅه کوي د هوا په ښه کېدلو سره دا لويه لار بيرته د ترافيکو پر مخ پرانيزي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې تر دويمې خبرتيا پورې دې پر دې لار سفر نه کوي.

د سالنګ لويه لار کابل د هيواد له شمال سره تړي.

دا لويه لار د ژمي پر مهال کله – کله د سختې واورې ورېدو له امله تړل کېږي.

دغه راز د دایکندي مواصلاتي لارې، د غور – کابل او بادغيس – هرات لويي لارې هم د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.