اطلاعات روز: د هیواد په مرکزي ولایت بامیان کې د سختې واورې ورېدو وروسته مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د باميانو د ټولګټو چارو رياست وايي، چې د شاتو، حاجي ګک، کرمان او آبقول کوتلونه د سختې واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوي دي.
د باميانو لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رييس عبد الخالق حقمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې په څو مسيرونو کې د واورې پاک کاري پېل شوې ده.
د ده په وينا، يوازې د کابل – باميان لويه لار د شيبر کوتل له لارې د ترافيکو پر مخ پرانيستې ده.
د سختې واورېدو ورېدو له امله د دايکندي او غور ولايتونو مواصلاتي لارو ترڅنګ د سالنګ لويه لار هم تړل شوې.
په کابل او ځينو ولايتونو کې له تېري ورځې راهيسې واوره اوري.