د ښځو پر کار بندیز؛ یونیسف لوګر کې د ۳۲ زره زده کوونکو زده کړییز بهیر ځنډولی

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د یونیسف نړیوالې ادارې د دوی د هغې پرېکړې په غبرګون کې د محلي ټولګیو زده کړییز بهیر ځنډولی چې ښځې او نجونې په غیر دولتي بنسټونو کې له کار منع کوي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې یونیسف ادارې په مرکز پل عالم او ځینو ولسوالیو کې د شاوخوا ۹۱۱ سیمه ييزو ټولګیو فعالیت ځنډولی دی.

عرب زياته کړه چې په دغو ټولګيو کې د نجونو په ګډون ۳۲ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت و او عصري مضامین ورته تدریسدل.

نوموړي همدا راز د يادو سيمه ييزو ټولګيو د بيرته پېل په اړه وويل چې دوی د رامنځته شوې ستونزې د هواري په لټه کې دي او په خبره يې چې لوګر کې يې د يونيسف له ولايتي مسوولينو سره خبرې کړې دي.

په همدې حال کې بيا د لوګر ولايت اوسېدونکي هم په دغې پرېکړې خواشیني څرګندوي او ياده پرېکړه د اړمنو زده کوونکو لپاره عادلانه نه بولي.

و مو غوښتل چې په دې اړه په لوګر کې د یونیسف د مسوولینو نظر هم ولرو خو بریالي نشو.

د دغه ولایت د مرکز پل عالم يو اوسېدونکي سيد پاچا اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د دوی د کورنۍ څلور ماشومانو په يادو ټولګيو کې زده کړې کولې خو د هغه په وينا چې د دغو ټولګيو له تړل کیدو وروسته په کور شوي دي.

نوموړی له يونيسف ادارې غوښتنه کوي تر څو د طالبانو د ناسم سياست له امله د دوی زده کوونکي قرباني نشي.

د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د یو سیمه ييز ټولګي ۱۳ کلن زده کوونکي فرهاد اطلاعات روز  ته وویل، چې دوی له تېرو څو اونیو راهیسې درسونو ته نه دي ورغلي او ښوونکو یې ورته ویلي چې بیا احوال درکوي.

هغه زیاته کړه چې دوی په خپل ټولګي کې د ریاضي، پښتو او دري ژبې کتابونه لوستل او هم به ورته خپلو ښوونکو کورنۍ دنده هم ورکوله.

یوازې یونیسف نه دی بلکې د ناروې کمېټې هم د ښځو د کار بندیز په غبرګون کې په خپل فعالیتونه ځنډولي دي. دغې کمېټې په پکتیا ولایت کې د زون په کچه د روغتیايي زده کړو برخه کې هر کال لسګونه زده کوونکي روزل.