انځور: ګارډین

د طالبانو محروموونکي فرمانونه،د افغانستان د ښځو ژوندي ښخول دي

راپور: معصومه جعفري|ژباړه: شمشاد زلمی

اطلاعات روز: د ښځو پر ټولنيزو فعاليتونو او په ټولنه کې د هغوی پر حضور د طالبانو تر بنديزونو وروسته، د افغانستان ښځې له يوه بحراني حالت سره مخ دي. د دې ښځو ډیری يې د خپلو کورنیو د ډوډۍ ګټونکې دي، دوی دا پرېکړې ظالمانه ګڼي او وايي، چې له زياتو ستونزو سره مخ شوې دي. د دې ښځو يو شمېر يې چې د طالبانو تر راتګ وروسته بې‌کاره شوې دي، له اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د طالبانو محدودونکو فرمانونو له بد اقتصادي حالت سره مخ کړې دي.

يادونه: د مرکه شويو د هويت پټولو په موخه ټول مستعار نومونه کارول شوي دي.

د کار او زده کړې پر سر شخړه

مهتاب چې د طالبانو تر راتګ وړاندې د يوې ليسې آمره وه، وايي چې د ښځو پر کار او ټولنيز فعاليت د طالبانو د بنديز له کبله پر کور کېنستلې او له دې حالته کړېږي. نموړې ۲۱ کاله په بېلابېلو ټولنيزو برخو کې کار کړی دی، د ښځو د ظرفيت لوړونې لپاره يې زياتې هڅې کړي او په دې لار کې له ګڼو ننګونو سره مخ شوې. مهتاب وايي چې طالبانو دا له هغې دندې ليرې کړې چې مينه يې ورسره درلوده. دا خپلو هغو فعاليتونو ته اشاره کوي چې سږ کال يې کړي، وايي چې د نجونو د زده کړې لپاره يې په لېرې پرتو ولايتونو کې کار کاوه او موخه يې دا وه چې د نجونو او ښځو د ژوند حالت را ښه کړي. دا د خپلو خبرو په دوام وايي چې دې پړاو ته د رسېدلو لپاره يې په ژوند کې ډېر خطرونه شاته پرېيښي؛ کورنۍ يې په ځلونو – ځلونو د مخالفينو له لوري ګواښل شوې او په خپله دې ته هم د مرګ ګواښونه شوي دي.

د جمهوريت پر مهال هم د طالبانو تر واک لاندې سيمې له محروميتونو سره مخ وې او ښځې له خپلو ابتدايي حقونو محرومې وې. د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې نا امني وه او ښځو او نجونو د زده کړو او تحصيل کولو اجازه نه لرله. مهتاب د لوګر په يوه داسې سيمه کې کار او ژوند کاوه چې هلته طالبان وو او هم مهاله د هغوی له جدي ګواښونو سره مخ وه. دا مخالفتونه تر دې حده زيات شول چې هغوی هغه ښوونځی وسوځاوه چيرته چې دې کار کاوه. «زموږ په کليو کې يې چريکي فعاليت کاوه، زموږ ښوونځی يې وسوځاوه او د مکتب وسايل يې مات کړل. په ځلونو يې اخطار راکړ خو بيا مې هم مبارزه کوله. تر دې چې نن يې پايله دغه ده.» د دې په وينا، طالبانو پخوا هم په دې ولايت کې د ښځو د زده کړو او تعليم په وړاندې مخالفت ښوده او په دې نظر وو چې نجونې بايد ښوونځي ته ولاړې نشي. همدا د دې لامل شو چې ډېری نجونې زده کړې پرېږدي او مکتب ته ولاړې نشي.

شپږ مياشتې کېږي چې مهتاب پر کور کېنول شوې. بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو د دې لپاره ژوند سخت کړی دی. دا وايي له کومه وخته چې يې کار له لاسه ورکړی له روحي او رواني پلوه اغېزمنه شوې او دې حالت دا او د کورنۍ غړي يې له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.

له ګواښه بيا له کاره تر شړلو

«د ښځو برخه تر امر ثاني پورې ځنډول شوې. کور ته ولاړې شئ.» دا هغه فرمان و چې د طالبانو له لوري په يوه مکتوب کې خپور شو. پروين او نورې ښځې چې تر اوسه يې په غير دولتي موسېسو کې کار کاوه پر کور کېنول شوې. پروين له ۱۳۸۶ کال څخه د روغتيا په برخه کې دنده ترسره کوله او په دې وروستيو کلونو کې يې د زېږون د صحي مديرې په توګه دنده کوله. د دې په وينا، فعاليتونه يې د مبارزې په څېر وو. دا وايي په تېر يونيم کال کې چې طالبان راغلي دي، ستونزې يې زياتې شوې دي او بيا – بيا ګواښل شوې ده. له همدې امله اړه شوې چې خپل ولايت پرېږدي او بل ولايت ته ولاړه شي او خپل کار ته دوام ورکړي، خو بيا هم دا موضوعات د دې دليل نه دي شوي چې هغه هيواد پرېږدي چې دا ورسره مينه کوي. دا چې تازه له خپله کاره منع شوې وايي، چې ټول کلونه يو پلو، خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ يو نيم کال بل پلو ته دی. په دې وخت کې چې ښځې له کومو ستونزو سره مخ دي، د افغانستان د تاريخ تياره ورځې دي. داسې ښځې وې چې کلونه زحمت او هڅې يې کړې وې او په يوه ښه ټولنيز ځای کې د کار څښتنانې وې او دندې يې کولې، خو اوس له دندو شړل شوي او پر کور ناستې دي.

افغانستان کې د فقر او بې کارۍ زیاتوالي سره د سوالګرو شمیر هم زیات زیات شوی دی. انځور: ټولنیزې رسنې

پروين چې له اوسني حالته ناخوښه او اندېښمنه ده وايي، چې پنځه اولادونه لري او له دې سره – سره د خپلې خور د اوو اولادونو پالنه هم ور تر غاړې ده، ځکه د هِغې مېړه طالبانو وژلی دی. «پنځه اولادونه لرم. د خپلې خور د اوو اولادونو سرپرستي هم کوم چې مېړه يې ورته همدې طالبانو وژلی دی. اوس مهال د ديارلسو نفرو ډوډۍ ګټونکې يم. زما لپاره ډېره ستونزمنه ده. د دوی لګښتونه له کومه کړم؟ څه وکړم؟ اوس خو نه معاش شته او نه هم بل عايد.»

طالبانو ويلي، چې ښځې دې په کورونو کې وي او نارينه دې د کار او زده کړو لپاره راووزي. په داسې حال کې چې افغانستان په دې لسيزو جګړو کې د جګړې بې شمېره قربانيان او پاتې شوني لري، داسې ښځې شته چې د خپلو کورونو سرپرستانې دي او يتيم اولادونه پالي. پروين د طالبانو دا اقدام او خبرې د افغانستان د ټولو ښځو توهين ګڼي. دا هغو ښځو ته په اشارې چې کونډې دي او ګټيالی نه لري، وايي: «کومې ښځې چې په کورونو کې نارينه نه لري، څه وکړي؟ د ژوند لګښتونه به يې څوک ورکوي؟» دا خپل ژوند ته اشاره کوي او وايي چې د يو شمېر ښځو مېړونه نظاميان وو او د طالبانو له وېرې دباندې نشي وتلای. د دې په وينا، په دې ورځو کې يوازې د خياطۍ او ارايشګرۍ له لارې کور ته وچه ډوډۍ ګټلای شي.

د طالبانو فرمان او د نړيوالو سازمانونو غبرګون

طالبان چې پر افغانستان بيا واکمن شوي دي، پر ښځو يې پراخ بنديزونه لګولي، له کار او زده کړو يې منع کړې دي، په ټولنه کې يې د هغوی د حضور مخنيوی کړی دی، دې حالت ښځې له يوه خفه کوونکي حالت سره مخ کړې دي. په زرګونو نجونې له زده کړو پاتې شوې دي او په زرګونو ښځې په ادارو او موسېسو کې له کار کولو را ګرزول شوې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د يوه مکتوب له لارې په غير دولتي داخلي او بهرنيو موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه او له همدې امله تر اوسه څو بشري سازمانونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه درولي دي. د ژغورنې نړيوالې کميټې د ښځينه کارمندانو پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې دا مهال هغه ۸۲ سلنه ښځې له خوراکي نا امنۍ سره مخ دي چې د کورونو سرپرستانې دي او تر ۳۲ سلنه زيات نارينه د خپلو کورونو سرپرستان دي.

د طالبانو دې پرېکړي په داخل او بهر کې پراخ غبرګونونه را وپارول. نړيوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې ښځو ته دې په موسېسو کې د کار کولو اجازه ورکړي او د نجونو په وړاندې دې د پوهنتون دروازې پرانيزي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي يا د يوناما سياسي مرستيال مارکس پوټزل د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له سرپرست خالد حنفي سره ليدلي او غوښتنه يې کړې چې د ښځو پر کار او زده کړو دې بنديز ژر لېرې شي. يوناما د پوټزل په وينا په ټويټ کې ليکلي، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو تبعيضي بنديزونه د افغانستان وګړو ته د مرستندويه مرستو د رسېدو مخنيوی کوي او د دې هيواد اقتصاد زيانمنوي.

یوناما د طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز ژر تر ژره لېرې کړي.

له دې غبرګونونو سره – سره طالبان پر خپلو پرېکړو ټينګ دي او دا اقدامات «د افغانستان په فاسده» ټولنه کې د ښځو خونديتوب ګڼي. لکه څرنګه چې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ويلي و چې جمهوري نظام د ښځو د سپکاوي لاره جوړه کړې وه خو طالبان د پخواني حکومت لارې ته دوام نه ورکوي. ده همدا راز کار، ورزش او تفريح بې عزتي ګڼلي وو.

د ناهيلۍ پر لور

مرجان يوه ځوانه نجلۍ ده چې د طالبانو تر راتګ وړاندې يې له خپل پلار سره يو ځای په يوه رېړۍ کې سوپ خرڅوه. د طالبانو تر راتګ او پر ښځو تر بنديزونو لګېدو وروسته، دې نور ونه شوای کولای چې د خپل پلار ملتيا وکړي. «پلار مې رېړۍ درلوده او په کوم ښوونځي کې چې ما درس وايه هلته نږدې يې پلوره، زه به چې له ښوونځي راغلم، له پلار سره يو ځای مې سوپ پلوره او همکاري مې ورسره کوله.» د مرجان په وينا دوی يوه غريبه کورنۍ ده او ډېر اقتصادي مشکلات لري. له پلار سره ملتيا او د ژوند په چارو کې له هغه سره همکاري يې خپله دنده ګڼله او له ماشومتوبه يې د پلار لاسنيوی کاوه، خو د طالبانو له لوري په ټولنه کې د ښځو پر حضور او کار تر بنديز وروسته، دا پر کور کېنستلې ده. له بل لوري يې په وړاندې د پوهنتون دروازې تړل شوې دي، د دې لپاره اوس د زده کړو دوام او د لوړو زده کړو کول يو نيمګړی ارمان دی.

مرجان د ژورناليزم د درېېم سمسټر زدکړياله وه چې طالبانو د نجونو په وړاندې پوهنتونونه وتړل. د دې په وينا، که څه هم د طالبانو تر راتګ وروسته په پوهنتون کې حالات محدودوونکي و خو دا توانيدلې وه چې د ژورناليزم پوهنځي د ستوري محصلې لقب وګټي. دې پايلې نوموړې ته د ښو ورځو د راتلو زېری ورکاوه، خو يو څو ورځې لا نه وې تېرې چې په وړاندې يې پوهنتون وتړل شو. «دا زما لپاره تر ټولو لوی درد و. ټولې محصلينې نا ارامه وې او دا يې د خپلو ارمانونو وروستۍ ورځې وې، يو – بل به يې په غېږ کې نيولې او ژړل به يې.»

طالبانو په یوه بل فرمان سره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. انځور: ټولنیزې رسنۍ

مرجان له ستونزو څخه د خلاصون کيسه کوي چې څرنګه تر ستونزو را تېره شوې او د خپل ځان لپاره يې دغسې فرصت برابر کړی دی. دا د خپل کور د اقتصادي ستونزو خبره کوي؛ دا وايي چې د يوه ښوونيز مرکز د فيس ورکولو وس يې هم نه درلود د پوهنتون فيس خو يې بيخي نه شوای ورکولای. دې غوښتل چې په يوه خصوصي پوهنتون کې درس ووايي، که څه هم په يوه دولتي پوهنتون کې منل شوې وه خو هلته نه ولاړه او د خپل پلار په مرسته يې وکولای شول چې په خصوصي پوهنتون کې شامله شي. پلار يې چيپس خرڅول او غوښتل يې چې ګټلې روپۍ په خپل کار بندې کړي، خو مرجان ټينګار کاوه او پلار يې هغه روپۍ دې ته ورکړې چې ارمانونه يې پوره شي. دا پيسې يوازې پنځه زره او ۳۰۰ افغانۍ وې. دا ټولې وړې روپۍ وې، د مرجان په وينا کله چې يې مالي څانګې ته ورکړې نو د مالي څانګې کارمند ورته ډېر په ځير او معنا دار انداز کتل. «کله چې مې روپۍ ورکړې احساس مې وکړ چې د ژوند شته او نه شته مې ټول دلته راوړي دي. ډېر ژور درد و. له ځان سره مې وويل چې ايا غلط کار مې کړی؟ وروسته مې وويل چې نه، زه هڅه کوم چې درس ووايم او پلار چې مې کوم کار کوي تر هغو څو چنده زيات کار وکړم او وياړونه وګټم.»

مرجان اقتصادي ستونزې د خپلو ارمانونو په وړاندې خنډ يادوه خو سوړ اسوېلی کاږي او خپلې ټولې هيلې برباد شوې ګڼي او وايي چې پر ځمکه ويشتل شوې ده.

د هيواد نجونو او ښځو د افغانستان په نابرابره ټولنه کې د ټولنيز حيثيت موندنې او د ژوند له نا مطلوب وضعيت څخه د وتلو لپاره د ظرفيت لوړونې لاره نيولې وه. په دې لړ کې له کورنيو او ټولنيزو ننګونو سره مخ وې، له عرف او سنتونو سره يې مبارزه کوله، دا هر څه د دې لپاره وو چې ښځې له نارينه وو سره برابرې شي، خو اوس مهال د افغانستان ښځې د طالبانو د محروموونکو فرمانونو له کبله د رکود او شاتګ ورځې تېروي.

بې لاسته راوړنو مبارزه

سيما هم د طالبانو تر راتګ وړاندې په يوه خصوصي بانک کې دنده درلوده او د يوې کار زده کوونکې په توګه دندې ته تله. دې هيله درلوده چې په خپله وړتيا او کار سره به يې قرارداد تمديد شي، خو دا يوه لنډ مهالې هيله شوه او دوام يې ونه کړ، واک ته د طالبانو تر رسېدو او د ښځو پر کار تر بنديز وروسته يې دنده وبايلله. دا پلار نه لري، هڅه يې دا وه چې د خپلې کورنۍ ملاتړې شي خو تر يوه کال زيات وخت کېږي چې بې‌کاره شوې ده. د دې په وينا، دا او د افغانستان ټولې ښځې په اوسنۍ حاکمه ناهيلۍ کې يوازې ژوندۍ دي. تر بې‌کارۍ وروسته يې هيله درلوده چې له ټولنيزو فعاليتونو څخه د محرومېدو تشه د ماسټرۍ په زده کړو ډکه کړي، خو د اقتصادي ستونزو له امله چې د دې تر بې‌کارۍ وروسته يې کورنۍ ته پیدا شوي، له خپلو زده کړو پاتې ده.

افغانستان د ښځو لپاره په يوه داسې زندان بدل شوی چې ساه هم پکې نشي کښلای. د طالبانو پر له پسې فرمانونو د هيواد نيم نفوس فلج کړی دی. ډېری ښځې له اطلاعات روز سره د خبرو پر مهال دا ورځې داسې يو ناورين بولي چې وتل ترې شوني نه دي. دا د خپلو خبرو په دوام وايي: «زه ښځ‌ځپونکی نظام نه غواړم. ازادۍ ته اړتيا لرم او دا د هر چا مسلم حق دی.»

د افغانستان ښځو د طالبانو د واکمنۍ له پېله د محروميتونو په وړاندې غږ پورته کړی دی خو د دوی د عدالت غوښتنې نارې په غاړه کې خفه شوې دي او اعتراضونه يې ځپل شوي. سيما ځان يوه له اعتراض کوونکو، وايي چې طالبانو د ښځو په وړاندې هيڅ بله لار نه ده پرېيښې او د دې او نورو ښځو لپاره ژوند سخت شوی دی. د دې باور دادی چې د حالت د ښه کېدلو هيڅ هيله نشته.

له ټولنيزو فعاليتونو محروميت، د ښځو منزوي کولو، له ښځو سره د دويم جنس په توګه چلند او په ټوله کې يې له ټولنې سيسټماټيک حذف د افغانستان د ټولو ښځو انديښنې را پارولې دي.

افغان میرمنو او نجونو د طالبانو د واکمنۍ له پېل راهیسې د دغې ډلې د فرمانونو پر ضد لاریونونه کړي، خو دغه لاریونونه تل ځپل شوي دي. انځور: ټولنیزې رسنې

مارال، يوه بله ځوانه ښځه ده چې د رجال برجسته د ساتنې په رياست کې کارمنده وه. دا په يوه نظامي کورنۍ کې زېږېدلې او لويه شوې وه او په نظامي برخه کې يې د کار کولو هيله درلوده او په ګڼو ځايونو کې تر کار کولو وروسته دلته په کار کولو توانيدلې وه او خپله دنده يې شروع کړې وه. خو د دې د دندې يو کال کېده چې نظام بدل شو او په اګست ۲۰۲۱ کې تر سياسي پاشلتيا وروسته، دا او هم‌مسلکي يې بې‌کاره شول. د مارال په وينا، د طالبانو مسوولينو تر څو مياشتو وروسته له کارمندانو غوښتي و چې امضا کولو ته دې حاضر شي خو غوښتنه يې کړې وه چې لاريونونه به نه کوي د «امارت» پر ضد به خبرې نه کوي. مارال وايي چې هغوی ورسره ژمنه کړې وه چې د کارمندانو لپاره به بيرته کاري فرصت پیدا کوي، خو په دې ټوله موده کې يې له دې ادارې بيا کوم پيغام تر لاسه نه کړ. تر دې وړاندې د دې د کورنۍ غړو کار کاوه او دندې يې درلودې، خو پلار يې تقاعد شوی، مور يې ښوونکې ده او ورور يې هم کډوال شوی. د دې په وينا، په خپلې دندې سره يې کولای شول چې د خپلې کورنۍ لګښت برابر کړي خو پاڼه واووښته او اوس پر کور ناسته ده او د کور يوازينی عايد يې د «مور» معاش دی. خو په همدې حالت کې د مور د بې‌کاره کېدو وېره ورسره ده چې که د ښوونکو معاشونه هم قطع شي، دوی به څه کوي؟

مارال د جمهوريت او د طالبانو د دورې پرتلنه کوي او وايي چې هغه مهال هم د ښځو په وړاندې ستونزې کمې نه وې، خو فرصتونه هم وو، اوس مهال خو د ښځو لپاره هيڅ فرصت نشته. «هیڅ داسې فرصت نشته چې ښځې خپلو هيلو ته په ورسېږي، د خپلو زده کړو ثمره وګوري او د کورنۍ تر څنګ د هغوی د اقتصاد په جوړولو کې همکاره شي.»

مارال د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بنديز ته په اشارې سره وایي، چې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې پايله د قربانيانو او پاتې شونو زياتوب دی؛ هغه څوک چې سرپرست او ملاتړي نه لري. د طالبانو دا فرمان د دې خلګو لپاره ډېرې زياتې ستونزې جوړوي.

د طالبانو تر راتګ وړاندې د وروستيو دوو لسيزو پر مهال ښځو د افغانستان په نابرابره ټولنه کې د ټولنيز حيثيت موندنې او سياسی ګډون لپاره زياتې سختۍ وليدلې. له سنتي ټولنې، قومپالنې او له ژورو فرهنګي ننګونو سره يې مقابله کوله، همدا راز له نارينه وو سره د برابر حيثيت موندنې لپاره مبارزه هغه خنډونه وو چې ښځې يې په وړاندې ولاړې وې. خو د طالبانو د تېر يوه نيم کال په واکمنۍ کې د ښځو پر خلاف پر له پسې فرمانونه داسې دي لکه د ښځو پر ستړې اروا چې سړې اوبه وپاشل شي.