انځور: UChicago Institute of Politics

پمپيو: اشرف غني د سولې خبرو کې خنډ و، ټاکنې يې هم غلا کړې

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير مايک پمپيو ويلي، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو سخت مخالف و. ده غني تورن کړی چې د افغانستان د ۱۳۹۸ کال په ټولټاکنو کې يې «لاس وهلی او ټاکنې يې غلا کړې دي.»

پمپيو چې د شيکاګو په يوه پوهنتون کې يې وينا کوله، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له اشرف غني يې غوښتي و چې ګوښه شي، وويل چې داسې يې نه دي کړي: «ښه، ده [غني] فکر کاوه چې ما دا کار کړی دی، خو ما نه دی کړی. زه له ولسمشر غني څخه ډېر ناهيلی شوی وم.»

نوموړي [هغه وخت] د امريکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو دوام ضروري ګڼلی او ويلي يې دي چې بارک اوباما هم له طالبانو سره د خبرو هڅه وکړه خو بريالی نشو.

پمپيو زیاته کړېو چې اشرف غني د دې خبرو کلک مخالف و او تيار نه و چې دا کار وکړي. «ده يوازې دا هڅه کوله چې بيا ولسمشر وټاکل شي. ده تر خپل رقيب په رايو کې ډېره لاسوهنه کوله او ټاکنې يې غلا کړې. له همدې کبله د مذاکراتو مخالف و. د ده نه خوښېدله چې امريکا له طالبانو سره مذاکرات وکړي، که څه هم دا فوق العاده مذاکرات و.»

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير له طالبانو سره مذاکرات سخت ګڼلي او ويلي يې دي چې د طالبانو له يوه داسې چارواکي سره يې خبرې کولې چې د ده ملګری يې وژلی و. «يوه داسې اتاق ته تلل او له هغه چا سره مذاکرات کول چې ستا نږدې ملګری يې وژلی وي، سخت کار دی خو د امريکا لپاره مهمه وه چې دا مذاکرت په سم ډول وکړي.»

پمپيو د خپلو خبرو په يوه برخه کې ويلي، چې په افغانستان کې بېلابېلي سياسي ډلې وې او د ډلو تر منځ د تفاهم لپاره پنځه کلنو او يا هم لس کلنو مذاکراتو ته اړتيا وه.

د ده په خبره، ټاکل شوې وه چې دا مذاکرات وشي، خو د ده په وينا اشرف غني تيار نه و. «ولسمشر غني تيار نه و. ده نه غوښتل چې په دې مذاکراتو کې ګډون وکړي. دا د افسوس وړ خبره ده.»

پمپيو ويلي، چې د اوکراين ولسمشر په خپل هيواد کې پاتې شو خو اشرف غني د دې بر خلاف پرېکړه وکړه، په الوتکه کې کېناست او يوه بل هيواد ته روان شو، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک کړېږي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعيت ته په پام سره څرنګه د امريکا او طالبانو له مذاکراتو دفاع کوي، وويل چې امريکا په افغانستان کې په خپل حضور ختمولو سره د امريکايانو ځانونه خوندي کړي.

پمپيو ويلي، چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ له افغانستانه د وتلو لپاره ټاکنيز کمپاين وکړ او وليدل شول چې د امريکا خلک له افغانستانه د وتلو پلويان وو.

د ده په وينا، ولسمشر بايډن هم ټاکنيز کمپاين وکړ او ويې ويل چې ده به هم همدا کار کاوه. پمپيو ومنله چې امريکايان په افغانستان کې له نظامي حضور څخه ستړي شوي وو.

پمپيو ويلي، چې دی کله د امريکا د اطلاعاتو د سازمان (سيا) رييس و، ټرمپ له افغانستانه د امريکايي نظاميانو پر وتلو ټينګار کاوه خو دی يې مخالف و.

د بهرنيو چارو دې پخواني وزير ويلي: «له همدې کبله موږ د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړ او د څلورو کلونو په موده کې مو له ۱۵ زره څخه دوه نيم زره ته را کښته کړ. خو ولسمشر به په پر له پسې توګه ماته ويل چې مايکه! په چټکه توګه نه را وزو. ما ورته ويل چې که موږ دوه زره او ۵۰۰ پاتې پوځونه هم راوباسو، هر څه ختمېږي او بدې پېښې به وشي.»

د پمپيو په وينا، کله چې ولسمشر بايډن دا کار وکړ، نو هماغه څه وشول چې ده يې وړاندوينه کوله.

ده له افغانستانه د امريکا وتل ډېر بد او ويجاړوونکي بللي او ويلي يې دي چې د امريکايي پوځ پر روحيه يې بد تاثير کړی. د امريکا د امنيت لپاره هم بد و. «تاسو بايد په دې پوه شئ چې زموږ ملګري پر موږ د پخوا په څېر باور نه لري او دښمنان مو دومره نه را څخه وېرېږي [چې بايد ووېرېږي].»

پمپيو په دې باور دی چې روسيې پر اوکراين ځکه بريد وکړ چې پوتين له افغانستانه د وتلو په تړاو د ولسمشر بايډن چلند مشاهده کړی و.