د ملګرو ملتونو استازې: د امنيت شورا غړي دې د طالبانو له سياستونو سره د مخالفت لپاره متحد شي

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايو د دې سازمان د امنيت شورا په ځانګړې ناسته کې ټينګار کړی چې د شورا غړي بايد د طالبانو له هغو سياستونو پر وړاندې متحد شي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو اساسي حقونه تضعيفوي.

د ملګرو ملتونو پر ويبپاڼه له خپاره شوي راپور سره سم، روزا اوتنبايو ټينګار کړی چې د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده کړو، پوهنتونو ته د نجونو پر تګ او په بشري بنسټونو کې د هغوی پر کار بنديز د «اساسي حقونو شديد نقض» دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان وياند اسټفان دوجاريک پرون (جمعه، ۲۳ د مرغومي) په نيويارک کې د خبري غونډې پر مهال خبريالانو ته وويل، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د امنيت شورا په ځانګړې ناسته کې همدا راز د هغو منفي اغېزو په اړه خبرې کړي چې د طالبانو د پرېکړو له کبله پر بشري مرستو لوېږي.

د دوجاريک په وينا، روزا اوتنبايو د دې پرېکړو په وړاندې د شورا پر يووالي ټينګار کړی دی.

په غير دولتي سازمانونو يا هم د مرستو رسولو په ټولو برخو کې د ښځو پر کار تر بنديز وروسته، يو شمېر غير دولتي سازمانونو خپل ژغورونکي فعاليتونه له دې کبله درولي چې د مرستو وېش او فعاليت د ښځينه کارکوونکو له همکارۍ پرته ناشونی دی.

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۱ غړو استازو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې ټول ظالمانه اقدامات لغوه کړي، له امنيت شورا سره پر خپلو پرېکړو ژمن پاتې شي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

هغوی په خپله ګډه اعلاميه کې ويلي و چې په بشردوستانه عملياتو کې د ښځو رول محوري او حياتي دی، ځکه دوی ځانګړی تخصص لري او هغو ټولنو ته لاسرسی لري چې د دوی نارينه همکاران يې ورته نه لري.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۱۱ غړو ويلي و چې د مرستې رسولو په پروسه کې د ښځو له بشپړې ونډې پرته، غير دولتي سازمانونه نشي کولای چې د ښځو او نجونو په ګډون اړمنو وګړو ته خدمات وړاندې کړي. هغوی ټينګار کړی دی چې بشرپالي فعالان بايد له جنسيتي توپير پرته بشپړ او بې خنډه لاسرسی ولري.