له برېښنايي شاټونو بيا د بدن تر سوځولو، د طالبانو د زندانونو کيسې

اطلاعات روز: «يوه طالب په کلکه توګه پر سر په وسله ووهلم او کله چې پر ځمکه ولوېدم، توره کڅوړه يې پر سر راکش کړه. تر يوه ساعت وروسته مې ځان په يوه تياره ځای کې وموند. زه يې په لاسونو د خونې په چت پسې تړلی وم او په نوبت سره يې وهلم او شکنجه کولم. غوښتل يې چې پر داسې څه اعتراف ورته وکړم چې روح مې هم پرې خبر نه و.»

د طالبانو استخبارات د شکنجې او سزا له اړخه په ځانګړې توګه د مخالفينو په شکنجه کولو کې د سيمې يو له ډېرو وېروونکو استخباراتو څخه دي. په تېر يوه کال کې په لسګونو خلک په بېلابېلو تورونو د طالبانو له لوري نيول شوي دي. ډېری وختونه په خلکو هغه تورونه منل شوي چې پرې لګول شوي او يا يې هم د طالبانو تر شکنجې لاندې د ژوند بايللو خبر خپور شوی دی.

د طالبانو له زندانه ازادو شويو ځينو افرادو د نوم خوندي ساتلو په شرط په دې راپور کې ويلي دي چې طالبانو دوی ته برېښنايي شاټونه ورکول، د دوی لاسونه يا پښې يې د برق په تارو پسي تړلې، غاښونه يې ورته برمه کول، د خونې په چت پسې يې ځړول، خوب ته يې نه پرېښودل، په درو يې وهل او يا يې هم د بدن يوه برخه ورته سوځوله، تر څو اجباري اعتراف ترې واخلي. په دې راپور کې د مرکه شويو د خونديتوب په موخه د هغوی لپاره مستعار نومونه کارول شوي دي.

شبير تېر کال د طالبانو له خوا ونيول شو او تر دوې مياشتې زيات وخت بندي و. دی وايي چې طالبانو له «مقاومت جبهې» سره په همکارۍ تورن کړی و خو له دې جبهې سره يې د ده د تړاو پيدا کولو لپاره هيڅ ثبوت پيدا نه کړ. شبير په دې وخت کې په ځلونو د طالبانو له خوا وهل شوی او د وهلو پر وخت يې غاښونه وتلي دي. «کله چې يې توره کڅوړه په سر را واغوسته نو يوې تياره او وړې کوټې ته يې واچولم چې پنجرې يې په غټو اوسپنو ټينګې شوې وې او نيمايي فرش پکې هوار و. باوري وم چې د طالبانو له خوا نيول شوی يم خو پر ما په لګېدلي تور نه وم خبر. يو څو دقيقې وروسته د طالبانو دوه غړي راننوتل او خپل لستوڼي يې ور ټول کړل.»

طالبانو په دوه ورځو کې يوازې دوه ځله شبير ته خوراک ورکړ او د ده لاسونه تر شکنجې لاندې په شپو او ورځو د خونې په چت پسې تړلي وو. طالبانو ده ته ويل چې بايد له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ تور ومني او په دې تور ورته نور خلک هم په ګوته کړي. «د دوی ډېر ټينګار پر پخوانيو نظاميانو وو ځکه زه په خپله پخوا نظامي وم، ماته يې ويل چې ستا پخوانيو همکارانو له مقاومت سره څه همکاري کوله.»

د ډېری زندانيانو لپاره له داعش يا «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور د نورو خلکو معرفي کول د طالبانو له شکنجې د تېښتې يوه لار ده. مرکه شوي وايي، چې طالبان قسم کوي چې که بل څوک ورته په همدې تور معرفي کړي، هغوی به تورن کس شکنجه نه کړي؛ که څه هم ډېر وخت پر خپلو ژمنو نه درېږي.

شبير وايي، چې د دوو شپو او ورځو تر شکنجې او بې خوبۍ وروسته يې دوه کسان طالبانو ته معرفي کړل چې اوس پرې پښېمانه دی. دی وايي: «دا کار مې د دې لپاره وکړ چې ماته اجازه راکړي چې بيده شم، ځکه پر سر مې سخت درد و او داسې مې احساسوله چې سترګې مې له سره وزي.» تر دې وروسته طالبانو شبير نور هم وهلی او شکنجه کړی او پلټنې يې ترې کړې دي.

د قضيې بهير

د دې راپور مرکه شوي ادعا کوي چې د طالبانو غړي او د دې ډلې څارنوالان هڅه کوي چې د تورنو خلکو په فريب او جبر سره دوی ته يو دام جوړ کړي او د دوی پر خلاف قضيه جوړه کړي.

محمد پر له پسې ۱۳ ورځې په بېلابېله توګه د طالبانو د غړو له لوري شکنجه شوی دی. دی وايي چې د طالبانو غړو ورته په لاس او پښو کې برېښنايي شاټونه ورکول او کله – کله به يې مستقيم برق د ده د لاسو په بندو پسې تاړه. دی وايي: «احساس مې کاوه چې لاسونه مې له تنه جلا شوي دي.» محمد له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور نيول شوی و.

دا پخوانی زنداني وايي، چې کله طالبان په دې تګلارو سره خپلو موخو ته ونه رسېدل، نو د لاس او پښو ځيني برخې به یې ورته سوځولې او يا به يې هم پر جنسي غړي واهه. «ما د ويلو لپاره څه نه درلودل او له همدې کبله اړ وم چې دا سزا وزغمم، ځکه پوهېدم چې که پر داسې کار اعتراف وکړم چې نه مې وي کړی، له يوه تريخ برخليک سره به مخ شم.»

د څو شپو او ورځو تر وهلو وروسته، د طالبانو غړو او څارنوالانو غوښتنه ترې کړې وه چې يو «کوچنی تور» ومني او ځان له وهلو او شکنجې خلاص کړي. دی وايي: «ماته به يې ويل چې د چسپکي ماينونو پر ايښوولو اعتراف وکړم. په دې توګه به مې سزا کمه شي او دوی به مې نور نه وهي، که نه نو تر شکنجې لاندې به مړ شم.»

نويد په ځلونو د طالبانو د نظامي افرادو او د دې ډلې د څارنوالانو له خوا وهل شوی دی. نويد وايي چې حتا د طالبانو نظامي څارنوالانو ده ته د مرګ ګواښ کړی دی او څو ځله يې دی په درو وهلی دی. «تر ۳۶ ورځو وروسته يې ماته وويل چې سوء تفاهم شوی دی او زه يې په بخښنه غوښتلو پرېښودلم.»

يوناما، د بخښنې نړيوال سازمان، د بشر حقونو څار بنسټ او نورو بنسټونو په ځلونو له زندانيانو څخه د جبري اعتراف اخيستلو په تړاو انديښنه ښکاره کړې او له طالبانو يې غوښتي دي چې دا کار دې پای ته ورسوي، خو طالبانو د دې بنسټونو اندېښنو ته هيڅ ځواب نه دی ورکړی.

اجمل حقیقي او دهغې درې همکاران د طالبانو په زندان کې. انځور: د طالبانو د استخباراتو ویب پاڼه

اجمل حقيقي چې ماډل او يوټيوبر دی او د هغه درې همکاران د طالبانو د استخباراتو ځواکونو مقدساتو ته د توهين په تور ونيول او وروسته د حقيقي يوه ويډيو خپره شوه چې نوموړی په هغه ويډيو کې د «فحشا پر ترويج او قرآن اياتونو ته پر توهين» اعتراف کوي. د اعترافاتو په ويډيو کې ښکاري چې د حقيقي لاسونه تړل شوي دي او له ليکلي متن څخه غږېږي.

بين المللي بنسټونو په بېلو راپورونو کې د اجمل حقيقي اعترافات اجباري ګڼلي او له طالبانو يې غوښتي چې نوموړی ازاد کړي. اجمل حقیقي او همکاران يې درې اونۍ وړاندې طالبانو خوشې کړل. «ماته يې وويل چې سوء تفاهم شوی دی.»

د شکنجې له کبله مړينه

د خوشي شويو زندانيانو په باور، د طالبانو له شکنجې څخه د ژوندي وتلو لپاره له مقاومت سره – سره چانس ته هم اړتيا ده. دوی ادعا کوي چې د طالبانو تر شکنجې لاندې خلک په خپله پر خپل مرګ ټينګار کوي او غوښتنه يې کوي.

محمد چې کله په لومړي ځل برېښنا ته وتړل شو نو هيله يې نه وه چې ژوندی به پاتې شي. له همدې کبله يې له طالبانو وغوښتل چې ژر يې ووژني. «په لوړ اواز مې د شهادت کلمه ويله، ځکه هره شيبه مې فکر کاوه چې د دوی تر شکنجه لاندې به مرم.»

د رسنيو د ارشيفونو له مخې، په تېر يوه کال کې په لسګونو کسان د طالبانو د شکنجې له امله مړه شوي دي او ګڼ کسان په بد روغتيايي وضعيت کې دي.

د روان کال په لړم/عقرب مياشت کې له پنجشير څخه ځينو سرچينو اطلاعات روز ته وويل، چې دوه ځوانان د طالبانو د شکنجې له کبله مړه شوي دي. د سيمه‌ييزو سرچينو له وينا سره سم، «غلام» او نورمحمد د رخه ولسوالۍ حصارک درې ته تللي وو چې خپلې غواوې راولي، خو د طالبانو له لوري له «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور ونيول شول او زنداني شول.

د ميزان پر ۱۹مه طالبانو د صلاح الدين مړی د هغه کور ته وسپاره چې د دې ډلې د شکنجې له کبله مړ شوی و. نوموړی تر دې يوه مياشت وړاندې د کابل په شهرنو سيمه کې نيول شوی و.

د غبرګولي/جوزا پر ۱۵مه يو بل کس په پنجشير کې د طالبانو له لوري ونيول شو او د دې ډلې تر شکنجې لاندې مړ شو. طالبانو يې له کورنۍ سره ژمنه وکړه چې پور به يې ورکوي.

د روان کال د لړم/عقرب پر ۲۷مه هشت صبح ورځپاڼې راپور ورکړ چې طالبانو د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې يو کس په شکنجه کولو وژلی دی. د طالبانو ځايي چارواکو وويل چې دا قضيه به وڅېړي.

عبدالمنیر د طالبانو په زندان کې د شکنجې لاندې ساه ورکړه. انځور: ټولنیزې رسنۍ

محب درې مياشتې له طالبانو سره بندي و او پر سر د طالبانو د وهلو له کبله اوس د دماغ له سختې خونريزۍ يا وينې بهېدلو کړېږي. محب وايي چې د طالبانو غړي به يې په بېلابېلو پلمو د ده او همکارانو پر بدن ورختل او د دې ډلې چارواکو به يې پر بد روغتيايي حالت سترګې پټولې. محب د يوې دولتي ادارې کارمند و او طالبانو دی او درې نور همکاران يې د محرمو اسنادو د سوځولو په تور نيولي وو. پنځه مياشتې کېږي چې محب خوشې شوی دی، خو د زندان وهل او شکنجه اوس هم ورسره مله دي.

بشري وضعيت

له شکنجې سره – سره سپکاوی او وهل او د زندانيانو بشري وضعيت ته نه پاملرنه هم شته.

له کومو زندانيانو سره چې په دې راپور کې خبرې شوې دي ويلي يې دي چې د دوی شمېر به په يوه اتاق کې دومره ډېر وو چې هلته به نه ځاييدل. محمد وايي: «کوم اتاق چې د څلورو کسانو ظرفيت درلود، هلته له ۱۰ څخه تر ۱۲ نفرو پورې زنداني وو حتا زموږ لپاره يې ساه  کښل ستونزمن کړي و. په دې اتاقونو کې مو کولای شوای چې پر يوه اړخ او په تنګ حالت کې استراحت وکړو. ځينې وختونه به کافي ځای نه و او بيا به مو پر نوبت خوب کاوه.»

د سره صليب نړيواله کمېټه په هيواد کې له زندانيانو سره مرسته کوي او نظارت ترې کوي.

د دې کميټې وياند پرويز احمد فيضي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وايي چې دې کميټې په ۲۰۲۲ کال کې د زندانيانو لپاره ګڼ کارونه کړي دي. «په ۱۱ ولايتي مرکزي زندانونو کې چې کوم زندانيان دي او تقريبا د ټولو زندانيانو له ۸۰ تر ۹۰ سلنې کېږي، د سره صليب کميټه ورسره په مياشتني ډول د خوراک مرسته کوي. له دې سره – سره د سره صليب کميټې له شاوخوا ۲۰ زرو زندانيانو سره ژمنۍ مرستې (کمپل، پټو، شال، جاکټ او جرابې) کړې دي.»

دا کميټه همدا راز په ولايتي زندانونو کې د زندانيان صحي خدماتو ته لاسرسی او د نويو کاري فرعي ډلو د کار پېل په اړه خبر ورکوي. د سره صليب د کميټې وياند وايي چې د زندانيانو له وضعيت څخه د څارنې او چارواکو ته د خپلو مشاهداتو په اړه د راپور ورکولو په موخه يې په ۲۰۲۲ کال کې د ټول افغانستان له زندانونو تر ۵۰ ځله ډېره ليدنه کړې.

په همدې حال کې هغه کسان چې په دې راپور کې ورسره مرکه شوې وايي چې دوی په زندانونو کې اساسي او لومړنيو حقونو ته لاسرسی نه درلود. «د زندان خوراک ډېر غير صحي او بې‌خونده و، زندانيانو ته يې د معدې او نس درد پيدا کاوه او قی به يې ځني واهه. د ژمي لپاره چې کومې جامې او پټوګان ورته ورکول کېدل هم سخت ناپاک وو او له اوبو پرته مو بل شي ته لاسرسی نه درلود.»

پخواني زندانيان ادعا کوي چې هيڅ ډلې او نړيوال بنسټ د دوی حال نه دی اخيستی او يوازې څو ځله يې د سره صليب له خوا د روغتيايي موادو بستې تر لاسه کړې دي.

يو شمېر زندانيانو په مياشتو خپل خپلوان او د کورنۍ غړي نه وو ليدلي. د دې زندانيانو يو شمېر کورنۍ تر اوسه هم د خپلو اولادونو په برخليک نه دي خبرې. ۲۷ ورځې کېږي چې رحمت الله په خپل زوی نه دی خبر او د طالبانو غړي ورته د ده د زوی په اړه هيڅ معلومات نه ورکوي. د ده زوی د طالبانو د استخاباتو له خوا ځکه نيول شوی و چې پر خپل فيسبوک يې د «مقاومت جبهې» د مشر احمد مسعود عکس خپور کړی و.

اکثره افراد چې د طالبانو له زاندانه ازاد شوي د محکمې له خوا ورته برأت ورکړل شوی او بې ګناه ګڼل شوي وو، که څه هم په مياشتو – مياشتو له بد جسمي او رواني وضعيت سره مخ وو.

وحيد الله د تېر حکومت د قوانينو په اړه وايي چې له شرعي او حقوقي حکم سره سم چې کوم کسان له کوم تور پرته نيول کېږي، بايد د خسارې جبران ورکړي. خو د طالبانو غړي نه يوازې دا چې د افرادو حق غوښتنې ته پام نه کوي، بلکې هغوی په دويم ځل نيولو او زندان ګواښي.

تر اوسه د طالبانو په زندانونو کې د زندانيانو د شمېر په اړه مشخص معلومات نشته. خو د خوشي شويو زندانيانو په وينا له «مقاومت جبهې» او داعش سره د همکارۍ، د نظام پر ضد د تبليغ، په جنايي پېښو او اداري فساد کې د لاس لرلو له امله ګڼ کسان زندانيان دي. يو شمير زندانيان دا فرصت لري چې په ضمانت او پيسو په ورکړې سره د طالبانو له زندانه ازاد شي، خو زيات شمير يې د پيسو په ورکولو سره هم نشي کولای چې د طالبانو له وېروونکي زندانه ځان وژغوري.

تر دوې مياشتې زيات وخت کېږي چې محمد د طالبانو له زندانه ازاد شوی، خو تر اوسه هم نه دی توانېدلی چې د زندان ترخې خاطرې هيرې کړي. دی وايي: «شونې ده چې جسمي ټپونه ورغېږي، خو رواني ټپونه نه رغېږي. په زندان کې چې مې څومره توهين او سپکاوی شوی دی، تر مرګه يې نشم هېرولای.» له زندانيانو سره د طالبانو د چلند په اړه راپورونه او انتقادونه خپاره شوي، خو د دې ډلې غړي د زندانيانو شکنجه کول ردوي. اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې په دې راپور کې د طالبانو د استخباراتو ادارې ځواب هم را واخلي، خو د کوم ځواب په تر لاسه کولو بريالي نشوو.