اطلاعات روز: د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې يوه ښځه او دوه ماشومان په دې ولسوالۍ کې د سړې هوا له کبله مړه شوي دي. سړې هوا په قادس ولسوالۍ کې هم د پنځو کسانو ژوند اخيستی و.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د بالامرغاب ولسوال مولوي خالد ويلي، چې په دې ولسوالۍ کې څلور زره او ۴۷۰ څاروي هم د يخنۍ له امله مړه شوي دي.
تېره ورځ هم د يخ له کبله د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د يوه شپون او څلورو ماشومانو د مړينې خبر ورکړل شوی و. ويل کېږي چې په دې ولسوالۍ کې هم تر دوه زره زيات څاروي تلف شوي دي.
يخې هوا د هيواد په ځېنو نورو ولايتونو کې هم مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
په دې وروستيو ورځو کې د هيواد په ډېری ولايتونو کې د هوا تودوخه په زياته کچه کمه شوې. شونتيا ده چې د دې اونۍ تر پايه به په ځينو سيمو کې د هوا منفي درجه ۳۵ پورې ورسېږي.