اطلاعات روز: پروان ولايت کې باوري سرچينې خبر ورکوي چې یوې اووه کسيزې وسله والې ډلې د کابل – شمال پر لويه لار اووه مسافر وړونکي موټر لوټلي دي.
يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې تېره شپه (یکشنبه، ۲۵ د مرغومي) شاوخوا ۸:۰۰ بجې په پرمختللو وسلو سمبال دا ډله کسانو چې د طالبانو د استخباراتو جامې یې پر تن وې د پروان د مرکز په «تتمدره» سيمه کې تالاشۍ کوله.
د سرچينې په وينا، دې وسله والو مسافرين پلټلي او د هغوی مالونه يې غلا کړي دي.
سرچينې ويلي، چې دا غلا د طالبانو د پوستې په سل مترۍ کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو غلو دا ډله د چاريکار ښار د اولې ناحيې په «ليسه صادقي» سيمه کې هم يوه کور ته ننوتلې او ۳۰۰ زره نقدې افغانۍ او د کور د غړو زيورات يې وړي دي.
د سرچينې په وينا، وسله والو غلو دلته هم ځانونه د طالبانو د استخباراتو خلک معرفي کړي او ويلي يې و چې د کور تالاشۍ کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې په نورو ولايتونو کې هم د طالبانو له جامې څخه په استفادې د غلا راپورونه ورکړل شوي دي.
د غلا او قتل په څېر جنايي جرمونه په کابل او ولايتونو کې يوه جدي امنيتي ننګونه ده.