اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پر رسنيو د څار رييس عبد الحق حماد وایي، چې د دې ډلې حکومت پر ټولو رسنيو مالياتي جرمونه معاف کړي دي.
نموړي نن (دوشنبه، ۲۶ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په درې کلنو قسطونو کې د رسنيو د پاتې مالياتو ورکړه تاييد شوې ده.
ورته مهال په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو خصوصي رسنيو ته خبرداری ورکړی چې خپل پاتې ماليات ورکړي، کنه نو له جدي چلند سره به مخ شي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر له خصوصي رسنيو غوښتي چې خپل جوازونه دې تمديد کړي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته رسنۍ له مالي بحران سره مخ شوې دي او دا وضعيت د رسنيو د بندېدو لامل شوی دی.
د شمیرو له مخې د طالبانو تر راتګ وروسته نيمې رسنۍ تړل شوې دي.