هرات کې سياحتي شرکتونو ته د طالبانو امر: له محرم پرته ښځو ته ويزه مه اخلئ

اطلاعات روز: له هرات ولايت څخه ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر سياحتي شرکتونو ته امر کړی چې تر دې وروسته دې هغو ښځو ته د درملنې او سياحت ويزې نه اخلي چې محرم ورسره نه وي.

د دې سرچينې په وينا، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر تېره ورځ (دوشنبه، ۲۶ د مرغومي) د هرات د سياحتي شرکتونو غړي احضار کړي وو او د يوې غونډې په جريان کې يې ورته دا امر اورولی دی.

په دې غونډه کې د هرات ټولو سياحتي شرکتونو ته امر شوی چې نور پر هغو ښځو ټکټونه نشي پلورلای او نه يې هم د سفر اسناد طی مراحل کولای شي چې «شرعي محرم ورسره نه وي.»

سياحتي شرکتونه په هيواد کې خلکو ته د سياحت او درملنې ويزې اخلي.

طالبانو تر دې وړاندې هم ورته  اقدامات کړي او د هيواد په هوايي ډګرونو کې يې بهر ته د ښځو د سفر مخنيوی کړی دی.