انځور: ټولنیزې رسنۍ

کندهار کې د طالبانو یو قومندان د خپلې کورنۍ د غړو سره وژل شوی

اطلاعات روز: سرچینې وایي، کندهار کې د طالبانو یو قومندان روزي محمد طلحه د خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره یو ځای وژل شوی دی.

یوه سرچینه وایي، چې قومندان طلحه کندهار کې د طالبانو په ۲۰۵ قول اردو کې دنده درلوده او د هلمند ولایت اصلي اوسیدونکی و.

د سرچینې په وینا، دغه طالب قومندان د خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره د تېرې دوشنبې شپه (۲۶ د مرغومي) په خپل کور کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ژوند بایللی دی.

سرچینه زیاتوي، د هغه جسد تېره ورځ (۲۷ د مرغومي) د نموړي پلرني ټاټوبي هلمند لښکرګاه ته انتقال شوی دی.

په ورته وخت کې یو بله سرچینه بیا وایي، چې د طالبانو دغه قومندان د ده په کور کې د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوی دی.

سرچیني له زیات جزیاتو ورکولو پرته وایي، چې قومندان طلحه په ۲۰۵ قول اردو کې دنده درلوده او له څه وخت راهیسې یې کندهار ته خپله کورنۍ هم انتقال کړې وه.

له پرله پسې هڅو سره-سره په کندهار او هلمند کې د دغه قومندان د وژنې په اړه د طالبانو د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.