انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې يوې ناچاوده سرګلولې د یوه ماشوم ژوند واخیست

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د طالبانو ځایي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده سرګلولې چاودنه کې يوه نهه کلن ماشوم ژوند بایللی دی.

د دي ولايت لپاره د طالبانو د والي وياند احسان الله حماس وايي،  یاده پيښه تيره ورځ (سې شنبه، ۲۷ د مرغومي) ناوخته د چهارچينو ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، پر دغه ماشوم هغه مهال سرګلولې چاودنه کړې چې هغه موندلې او لوبې یې ورسره کولې. دا ناچاوده سرګلوله د هاوان ډوله درنو وسلو څخه وه.

په سيمه کې يوې سرچينې هم اطلاعات روز دغه پیښه تایید کړه او ویې ویل چې په ياده چاودنه کې لومړی ماشوم ټپې شوی او وروسته یې روغتون ته پر لار ژوند بایللی دی.

په ارزګان کې د تيرو جګړو څخه پاته شوي ناچاوده توکي زيات وخت ملکي خلکوته مرګژوبله اړوي.